Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 31:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 اے لمو‌اېله، د بادشاه دپاره دا ښۀ کار نۀ دے، چې شرابى وى، او حکمرانان دې شرابخوارۀ نۀ وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 31:4
16 Iomraidhean Croise  

د هغۀ يو آفسر زِمرى چې د بادشاه د نيمو جنګى ګاډو مشر وو، د بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه. او ايله يوه ورځ په تِرضاه کښې د محل مشر ارضه په کور کښې د ميو په نشه کښې وو.


بِن‌حدد ته د اخى‌اب جواب په هغه وخت کښې مِلاو شو چې هغۀ او نورو بادشاهانو په خپلو خېمو کښې مے څښل. هغۀ خپلو سړو له حُکم ورکړو چې په ښار باندې د حملې دپاره تيار شئ، نو هغوئ د جنګ دپاره صفونه جوړ کړل.


د خپلې مېلمستيا په اوومه ورځ باندې بادشاه په نشه کښې وو او ښۀ په سور کښې وو، نو هغۀ اووۀ خصيان راوغوښتل کوم چې د هغۀ ذاتى خِدمتګاران وُو، مهُومان، بِزتا، خربونا، بِګتا، ابګتا، زتار او کرکس.


د بادشاه د حُکم په مطابق هغه فرمان د سوسه په مرکزى ښار کښې خلقو ته ورسولے شو او پېغام رسونکو دا خبر نورو صُوبو ته يوړو. په کوم وخت کښې چې د سوسه ښار په ګډوډۍ کښې اچولے شو نو بادشاه او همان شرابو څښلو ته ناست وُو.


مے انسان نه مسخره کوونکے جوړوى او د شراب څښل د شر او فساد جرړه ده، هر هغه څوک چې په دې راواوړى نو هغه هوښيار نۀ دے.


تۀ به په خيال کښې د هغه چا په شان يې څوک چې د سمندر دپاسه اودۀ وى، او د چپو دپاسه پروت ټالۍ وهى.


خوش قسمته وى هغه مُلک چې د چا بادشاه چې د شريف خاندان نه وى او د هغوئ مشران په مناسب وخت خوراک کوى. هغوئ د طاقت حاصلولو دپاره خوراک څښاک کوى د نشې دپاره نه.


په تاسو افسوس دے. د ميو په څښلو کښې خو تاسو ډېر تکړه يئ. او د شرابو په ګډولو کښې تاسو ښۀ ځوانى ښايئ.


په حقيقت کښې مال حال هغوئ دوکه کوى، هغوئ مغروره دى او هيڅکله هم په آرام نۀ وى. ځکه چې هغوئ دومره حرصناک دى څومره چې قبر وى او لکه د مرګ په شان هيڅکله هم نۀ مړيږى، هغوئ خپل ځان ته ټول قومونه راغونډوى او ټول خلق قبضه کوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan