6 د هغۀ د کلام سره اضافه مۀ کوه ځکه چې هغه به دې ورَټى او دروغژن به دې ثابت کړى.
اے مالِکه خُدايه، زۀ د خپل مرګ نه وړاندې ستا نه دوه خواستونه کوم زما خواستونه مۀ رد کوه،
بلکې مونږ د خُدائ پاک دروغژن ګواهان شو ځکه چې مونږ د خُدائ پاک په حقله دا ګواهى ورکړې وه چې هغۀ مسيح راژوندے کړو. کۀ چرې مړى بيا نۀ راژوندى کيږى نو بيا هغه يې هم نۀ دے ژوندے کړے.
هغه هر څۀ کوئ چې ما يې حُکم درکړے دے، په دې کښې مۀ څۀ کموئ او مۀ څۀ زياتوئ.
کېدے شى چې پېغمبران يا د خوبونو تعبير ورکوونکى د يوې معجزې يا د يوې عجيبه نښې وعده وکړى،
زۀ چې تاسو له کوم حُکم درکړم په هغې کښې مۀ څۀ زياتوئ او مۀ څۀ کموئ. چې ما مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کوم حُکمونه درکړى دى په هغې عمل کوئ.