32 کۀ تا کم عقلتوب وکړو او خپل ځان دې لوئ کړو، او يا دې خرابې منصوبې جوړې کړې نو په خپلې خولې دې لاس کېږده.
ما ته وګورئ او حېران شئ، او ګوته په خولۀ کښې ونيسئ.
”ګوره، زۀ هيڅ هم نۀ يم، زۀ به تا له څۀ جواب درکړم؟ زۀ په خپله خولۀ باندې لاس ږدم.
تر دې چې يو کم عقل هم هوښيار ګڼلے شى کله چې دے غلے وى، او تميزدار ښکارى کۀ چرې دے خپله خولۀ بنده ساتى.
تاسو داسې سړے ليدلے دے چې هغۀ ته خپل ځان هوښيار ښکارى؟ خو د دۀ نه زيات اُميد د يو کم عقل دپاره وى.
هغه چرګ چې ځان ببر کړى، نر چېلے، او بادشاه چې خپل فوجيان ورسره وى.
اوس مونږ په دې پوهيږو چې شريعت د هغه خلقو دپاره دے چا ته چې هغه ورکړے شوے دے، د شريعت مقصد صرف دا دے چې څوک بهانه نۀ شى کولے. شريعت مونږ ته دا راپه ګوته کوى چې ټوله دُنيا به د خُدائ پاک په حضور کښې حساب کِتاب ورکوى.