23 ترخه ښځه چې وادۀ شى، او کومه وينځه چې د خپلې بىبى بن جوړه شى.
يوه پاک لمنه ښځه د خپل خاوند د سر تاج وى، خو يوه بېحيا ښځه د هغۀ په هډوکو کښې لکه د ناسور په شان وى.
بېوقوفه زوئ د پلار د تباهۍ باعث وى، او جګړماره ښځه داسې وى لکه کوټه چې هر وخت راڅاڅى.
د جنګ ببره او سرتېزه ښځې سره د اوسېدو نه په صحرا کښې اوسېدل ښۀ دى.
دا بهتره ده چې د کوټې دپاسه په يو ګوټ کښې ځانله ژوند کوى نه چې په کور کښې د ژبه ورې ښځې سره اوسيږى.
يوه جګړماره ښځه داسې وى لکه چې په باران کښې د کوټې چت راڅاڅى.
کۀ تۀ د ورکوټوالى نه خپل نوکر نيازبين آموخته کړې، نو په آخر کښې به هغه ستا پلار شى.
هغه غلام چې بادشاه شى، هغه کم عقل چې په ګېډه موړ شى،
څلور څيزونه دى چې په زمکه واړۀ دى، خو دوئ ډېر زيات هوښيار دى.