Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 30:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 په هوا کښې د باز الوتل، او په ګټ باندې د مار تلل، او په سمندر کښې د کشتۍ اوړېدل، او د سړى مينه د ښځې سره پېدا کېدل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 30:19
7 Iomraidhean Croise  

باز ستا په حُکم بره خېژى او په اوچت ځائ خپله جاله جوړوى؟


کۀ يو سړے يوه پېغله دوکه کړى چې هغه کوژدن شوې هم نۀ وى او د هغې سره څملى، هغه دې خامخا د هغې حق مهر ورکړى نو ښځه به يې شى.


په دُنيا کښې درې څيزونه دى چې هغه زما دپاره د حېرانتيا دى، او څلور څيزونه داسې دى چې په هغوئ زۀ پوهه نۀ شوم،


خو چې څوک په مالِک خُدائ باندې يقين ساتى نو هغوئ ته به يو نوے طاقت مِلاو شى. هغوئ به داسې اوچت الوځى لکه چې د باز وزر ورته لګېدلى وى، هغوئ به منډه وهى او نۀ به ستړى کيږى، هغوئ به پېدل ګرځى او نۀ به ستومانه کيږى.


مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”ګورئ، يو قوم د باز په شان خپلې وزرې خورې کړې او په موآب باندې راغوټه کيږى.


ګورئ، دشمن لکه د باز په شان راغوټه شوے دے، او خپل وزرونه يې په بُصره باندې خوارۀ کړى دى، تر دې چې په هغه ورځ به د ادوم د تکړه فوجيانو زړۀ داسې په تکليف او يره کښې وى لکه چې د يوې ښځې زړۀ په لنګون کښې وى.“


مالِک خُدائ به ستاسو خِلاف د لرې ځائ نه يو قوم راولى، هغه قوم چې تاسو به يې په ژبه نۀ پوهېږئ. هغوئ به د باز په شان په تاسو باندې راغوټه شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan