13 خو د هغوئ سترګې هر وخت د کبر نه ډکې وى، او نورو ته په سپک نظر ګورى.
څوک چې پټ کوى د خپلو ګاونډيانو غېبتونه، زۀ به هغه چپ کوم. د چا چې سترګې کبرژنې او مغروره وى، هغه سړے به زۀ نۀ برداشت کوم.
زما زړۀ کبرژن نۀ دے اے مالِکه خُدايه، زما سترګې مغروره نۀ دى او نۀ خپل ځان په غټو مسائيلو کښې راګېروم، او نۀ په هغه حېرانونکى څيزونو کوم چې زما د فکر نه بهر دى.
مغروره سترګې او مغرور زړۀ د بدعملو چراغ او ګناه ده.
مغروره سترګې، دروغژنه ژبه، هغه لاسونه چې بېګناه وينه تويوى،
د انسان مغروره سترګې به ټيټې کړے شى او د انسان لوئى به په عاجزۍ بدله شى. نو په هغه ورځ به صرف د مالِک خُدائ ثناء صِفت کيږى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”ګورئ، د يروشلم ښځې څومره مغروره دى. هغوئ هسکه غاړه نيولې وى او روانې وى. هغوئ تل نخرې کوى. هغوئ د نازونو او نخرو قدمونه اخلى او پانزېبونه شړنګوى.
هر يو کس به سپک کړے شى او څوک چې مغرور وى نو هغوئ ټول به عاجزان کړے شى.
ولې تۀ به بيا د قاتلانو په مخکښې ووائې چې زۀ خُدائ يم؟ هيڅکله نه. تۀ به صرف انسان يې، خُدائ نه، د هغوئ په لاسونو کښې څوک چې تا حلالوى.
مغروره ته وګوره، هغوئ په خپل ځان يقين ساتى، او د هغوئ ژوند کوږ دے. څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى.