8 نو په دې به ستا بدن رغيږى او ستا هډُوکى به پرې تازه شى.
هغوئ ښۀ صحتمند وى، او ښۀ غټ او تکړه وى.
هغه مات زړونه روغوى، او د هغوئ په زخمونو پټئ لګوى.
نرمې خبرې د شاتو د ګبين په شان وى، د ځان دپاره خوږې او د هډوکو دپاره درمان وى.
نو دا به هغوئ له ژوند ورکړى چې څوک يې پېدا کوى، او د هغوئ ټول وجود له به صحت ورکړى.
د سر نه واخله تر پښو پورې ستاسو په بدن کښې يو ځائ هم روغ نشته. تاسو ټول ټکېدلى يئ، زخمى يئ او تغمې درباندې ولاړې دى. نۀ ستاسو زخمونه صفا کړے شوى دى، او نۀ ورباندې مرهم پټۍ شوې ده.
کله چې تاسو دا څيزونه وګورئ نو ستاسو زړونه به خوشحاله شى، او د تازه شينکى په شان به زور کښې شئ. او هر څوک به ووينى چې د مالِک خُدائ لاس د هغۀ د خادِمانو سره دے، او د هغۀ غصه د هغۀ د دشمنانو خلاف ده.