Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 3:35 - Pakistani Yousafzai Pashto

35 هوښيار عزت په ميراث کښې ګټى، خو کم عقل خپل شرم زياتوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 3:35
11 Iomraidhean Croise  

زۀ به د هغې دشمنانو ته د شرم جامې واغوندم، او د هغۀ په سر تاج به د لوئې مرتبې وى.“


د خپلې مشورې په ذريعه زما رهنمائى کوې، نو آخر به هم ما خپل جلال ته راوغواړې.


د سړى د خپل حِکمت په مطابق صِفت کيږى، خو د خراب ذهن لرونکى سپک کيږى.


صادقان د دروغو نه نفرت کوى، خو د بدعملو کارونه د بې‌شرمۍ او بې‌عزتۍ سبب کيږى.


د يو انسان مال دولت کېدے شى چې د هغۀ د ژوند فديه ورکړى، خو غريب انسان ته خو څوک دهمکى قدرې هم نۀ ورکوى.


د حِکمت عزت کوه او دا به تا لوئ کړى. دې ته غاړه ورکړه نو دا به تا عزتمند کړى.


اے ساده خلقو، احتياط زده کړئ، اے بې‌وقوفو. عقل حاصل کړئ.


نو کوربه به راشى او تاسو ته به ووائى چې دې سړى ته خپل ځائ پرېږده او بيا به تۀ په هغه وخت ډېر کچه شې کله چې تۀ د ټولو نه وروستو کښېنې.


ما، مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په تېره زمانه کښې دا وعده وکړه چې ستاسو خاندان او قبيله به د ټولو وختونو دپاره د اِمامانو په توګه زما خِدمت کوى. خو اوس زۀ دا وايم چې نور به داسې نۀ وى بلکې د دې په ځائ، څوک چې زما عزت کوى نو زۀ به د هغوئ عزت کوم او چې څوک زما بې‌عزتى کوى نو زۀ به د هغوئ سپکاوے کوم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan