28 کۀ چرې تۀ اوس د خپل ګاونډى سره مدد کولے شې، نو ورته مۀ وايه چې، ”سبا راشه چې مدد دې وکړم.“
د سبا په حقله لافې مۀ کوئ، ځکه چې چا ته هم پته نشته چې سبا به څۀ کيږى.
د سحر په وخت خپل تخم کره او تر ماښامه پورې په کار کښې بوخت اوسه، ځکه چې تا ته څۀ پته ده چې په کوم کار کښې کاميابې ده، په دې کښې، په هغې کښې او يا په دواړو کښې يو شان.
تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.
ما خو جامې ويستلې دينه، نو دا بيا دوباره واچوم څۀ؟ ما خپلې پښې وينځلې دينه، بيا دا دوباره په خاورو ګنده کړم څۀ؟
خپل ګاونډى مۀ دوکه کوئ او د هغۀ نه غلا مۀ کوئ. د يو مزدور مزدورى تر سحره پورې مۀ ايساروئ.
نو اوس دا کار پوره هم کړئ. لکه څنګه چې تاسو اراده کښې چاخ وئ هم هغه شان د وس په مطابق يې پوره هم کړئ.
خو زۀ دا وروڼه درلېږم د دې دپاره چې ستاسو په حقله مونږ کوم فخر کوُو، هغه بېمقصده پاتې نۀ شى، بلکې تاسو هغه شان تيار شئ څنګه چې ما هغوئ ته وينا کړې ده.
هغوئ دې نېکى کوى او په ښو کارونو کښې دې مالداره شى، او سخاوت دې کوى او مدد کولو ته دې تيار اوسى.