27 څوک چې حاجتمند وى د هغوئ سره ښېګړه مۀ پرېږده، کۀ چرې دا کار ستا وس کښې وى،
زۀ تا ته د نقصان رسولو زور لرم، خو تېره شپه ستا د پلار خُدائ پاک ما له خبردارے راکړو چې تا ته هيڅ هم ونۀ وايم.
افسوس په هغوئ باندې څوک چې د بېاِنصافۍ منصوبې جوړوى، په هغوئ چې په خپلو کټونو کښې د بدو منصوبو خوبونه ګورى. د سحر په رڼا کښې هغوئ دا پوره کوى ځکه چې د دې کول د دوئ په اختيار کښې دى.
د ټولو حق پوره کوئ، چا ته چې ټيکس ورکول وى، هغوئ ته ټيکس ورکوئ، څوک چې د محصُول حقدار دى هغوئ ته محصُول ورکوئ، د چا چې احترام کول په کار دى، د هغوئ احترام کوئ، د چا چې عزت کول په کار دى، د هغوئ عزت کوئ.
ترڅو چې مونږ سره موقع په لاس کښې ده، نو راځئ چې د هر چا سره ښېګړه وکړُو، او خاص د هغوئ سره چې د ايماندارانو په خاندان کښې حسابيږى.
کله چې تاسو هغوئ آزادوئ، نو تش لاس يې مۀ لېږئ.
نو هغه هغه څوک دے چا چې خپل ځان زمونږ دپاره قربان کړو چې مونږ د هر قسمه بېشرعې کارونو نه آزاد او پاک کړى او خپل هغه خلق مو جوړ کړى څوک چې د نېکو کارونو خواهشمند دى.
ګورئ، کومو مزدورانو چې ستاسو په پټو کښې لَو کړے دے، د هغوئ هغه مزدورى چې تاسو په دوکه ايساره کړې ده، چغې وهى او د لَوګرو فرياد ربُ الافواج خُدائ غوږُونو ته رسېدلے دے.