23 نو بيا به تۀ په حِفاظت سره په خپله لار روان يې او ستا پښه به تيندک ونۀ خورى.
هغوئ په لوئ امن کښې دى څوک چې ستا قانون سره مينه کوى او هيڅ څيز به هغوئ له تيندک ورنۀ کړى
ستا پښې به هغه ښوئېدو ته نۀ پرېږدى، هغه څوک چې ستا حِفاظت کوى هغۀ له خوب نۀ ورځى.
مالِک خُدائ به ستا په تلو راتلو کښې حفاظت کوى، د اوس نه تر ابده پورې به ستا حفاظت کوى.
د خُدائ پاک قانون د هغۀ په زړۀ کښې دے، نو ځکه د سمې لارې نه نۀ ښوئيږى د هغۀ پښې.
نېک انسان به په امن کښې ګرځى، خو هغه څوک چې کږې لارې اختياروى، د هغۀ کارونو نه به خلق خبر شى.
هغه د اِنصاف کوونکو د لارو ساتنه کوى او هغه د خپلو مقدسينو حفاظت کوى.
کله چې تۀ ګرځې نو ستا پښې به هيڅ څيز نۀ منع کوى، او کله چې تۀ منډه وهې نو تيندک به نۀ خورې.
هرکله چې تۀ روان يې نو هغه به ستا رهنمائى کوى، او کله چې اودۀ يې نو هغه به ستا حفاظت کوى، هرکله چې راويښ شې، نو هغه به درته مشوره درکوى.
د هغوئ يو کس به هم نۀ ستړے کيږى، او نۀ به تيندکونه خورى. نۀ به هغوئ د خوب دپاره ودريږى او نۀ د آرام دپاره. نۀ به هغوئ ملابند سپړى او نۀ به هغوئ د خپل پېزار تسمې پرانيزى.
هغه چرته دے چا چې د سمندر بېخ کښې د دوئ په تېرېدو کښې رهنمائى وکړه؟“ هغوئ لکه د ښو آسونو په شان وُو چې په صحرا کښې تېز روان وُو او هيڅ تيندکونه يې نۀ خوړل.
زۀ به هغوئ له په مالِک خُدائ کښې طاقت ورکړم، او د هغۀ په نوم به هغوئ روان وى،“ مالِک خُدائ فرمائى.