21 زما زويه، عدل او تميز په خپل ځان کښې پېدا کړه، او هغه د خپل نظر نه مۀ لرې کوه.
دا متلونه ساده خلق هوښياروى او ځوانانو له عقل او تميز ورکوى.
بېخونده کس هر څۀ د خپلې خوښې په مطابق کوى، او د هرې صحيح فېصلې مخالفت کوى.
څوک چې حِکمت حاصلوى نو د خپل ځان سره مينه کوى، څوک چې پوهه خوښوى هغۀ ته برکت ملاويږى.
هغه د نېکو خلقو دپاره د عقلمندۍ خزانې ساتى، هغه د هغه چا دپاره ډال دے د چا کردار چې بېداغه وى.
دا د خپل نظر نه مۀ وباسه او په خپل زړۀ کښې يې دننه وساته.
عقل ته مۀ شاه کوه، ځکه چې هغه به ستا حفاظت وکړى، د هغۀ سره مينه کوه نو هغه به په تا باندې نظر ساتى.
نو بيا به تۀ تميز حاصل کړې، او ستا شونډې به عِلم او حِکمت محفوظوى.
ښې مشورې او تميز ورکول زما کار دے، زۀ پوهه او طاقت لرم.
بيا عيسىٰ هغه يهوديانو ته وفرمائيل چا چې په هغۀ ايمان راوړے وو، ”کۀ چرې تاسو زما په کلام عمل کوئ نو تاسو به په رښتيا زما مريدان يئ.
پام کوئ. او دا خبره يقينى کړئ چې تر کومې پورې تاسو ژوندى يئ نو څۀ چې مو په خپلو سترګو ليدلى دى هغه مۀ هېروئ. خپل بچى او نمسى د هغه ورځې نه خبر کړئ،
ستاسو په خولۀ دې د شريعت دا کِتاب خبرې همېشه وى. شپه او ورځ په دې غور کوئ. او چې په دې کښې څۀ ليکلى دى نو په هغې ښۀ عمل کوئ. نو تاسو به کامياب يئ.
تاسو چې اول نه څۀ اورېدلى دى، هغه په خپلو زړُونو کښې وساتئ. او څۀ چې تاسو د اول نه اورېدلى دى، کۀ هغه تاسو کښې وى نو تاسو به په خپله هم په زوئ او پلار دواړو کښې پاتې شئ.
کوم روحُ القُدس چې تاسو مسح کړى يئ هم هغه په تاسو کښې اوسى، نو بيا تاسو ته د بل اُستاذ ضرورت نشته. نو چې روحُ القُدس تاسو ته د هر څۀ په حقله تعليم درکوى، او څۀ چې درته هغه ښائى، رښتيا دى، نه چې دروغ، او څنګه تعليم چې هغۀ درکړے دے په هغۀ کښې پاتې شئ.