2 زما تعليم به ستا عمر سېوا کړى او خوشحالى به درکړى.
او کۀ تۀ د خپل پلار داؤد په شان زما تابعدارى کوې او زما قانون او حُکمونه پوره کوې، نو زۀ به تا له يو اوږد عُمر درکړم.“
تاسو به خپل قبر ته په بوډاتوب کښې ځئ، لکه چې د فصل ګېډۍ درمند ته په خپل موسم کښې راځى.
هغوئ په لوئ امن کښې دى څوک چې ستا قانون سره مينه کوى او هيڅ څيز به هغوئ له تيندک ورنۀ کړى
او تۀ دې تر هغې پورې ژوندے پاتې شې چې د خپلو بچو بچى وګورې، په بنى اِسرائيلو دې سلامتيا وى.
چې د ژوند سوال يې له تا کړے دے نو تا يې سوال قبول کړے دے نو د تل دپاره تا د هغۀ ژوند اوږد کړے دے.
زۀ به هغه په ډېر ژوند او عمر باندې موړ کړم، او زۀ به خپل خلاصون هغۀ ته وښايم.“
د مالِک خُدائ يره عمر اوږدوى، خو د شرير عمر به لنډ وى.
سپين وېښتۀ د عزت تاج دے، کوم چې د صداقت د ژوندون نه حاصليږى.
زما زويه، ما ته غوږ شه. زۀ چې درته څۀ وايم هغه کوه، نو په دې کولو سره به ستا عمر اوږد شى.
هغۀ ما ته تعليم راکړو او وې وئيل، ”په خپل ټول زړۀ سره زما نصيحت راټينګ کړه، زما په حُکمونو عمل کوه نو ستا ژوند به په خير تير شى.
نو زما په وجه به ستا د ژوند ورځې ډيرې شى، او ستا د عمر سره به نور کلونه سېوا شى.
د صداقت اثر به سلامتى وى، او نتيجه به يې ابدى سکون او حفاظت وى.
ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى په خوراک څښاک نۀ ده بلکې په صداقت، او په صُلح ده او په روحُ القُدس کښې په خوشحالۍ ده.
خُدائ پاک چې د اُميد سرچينه دے، هغه دې تاسو د خپل ايمان په وسيله د هرې خوشحالۍ او سلامتۍ نه ډک کړى، نو چې د روحُ القُدس په قدرت سره ستاسو اُميد هم په مخه زياتيږى.
په دې وجه کله نه چې مونږ د ايمان په وسيله صادق کړے شُو نو د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک سره زمونږ صُلح ده،
نو تاسو او ستاسو بچى به په هغه مُلک کښې يو اوږد عُمر تېر کړى چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ سره د هغې د ورکولو وعده کړې ده. تر څو چې زمکه او آسمان وى نو تاسو به هلته اوسېږئ.
بنى اِسرائيلو، ګورئ چې تاسو هغه هر څۀ وکړئ د کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له حُکم درکړے دے. او د دې قانون نه اخوا دېخوا مۀ اوړئ.
ځکه چې د جسمانى تربيت فائده شته خو د ديندارۍ تربيت حاصلول د دې نه ښۀ دى ځکه چې په اوسنى او راتلونکى ژوندون کښې به د دې دواړو فائده وى.