16 د عقل په ښى لاس کښې اوږد ژوندون دے، او د هغۀ په ګس لاس کښې عزت او دولت دے.
زۀ به تا له هغه څۀ هم درکړم چې تا نۀ دى غوښتى، ترڅو پورې چې تۀ ژوندے يې نو تۀ به دولتمند او عزتمند يې، نو داسې تۀ به د ټولو بادشاهانو نه لوئ بادشاه يې.
تۀ په دې يقين کوې چې دا به واپس راشى، او ستا درمند ته به ګېډى راوړى؟
دولت او مالدارى به د هغۀ په کور کښې وى، او د هغۀ صداقت به د تل دپاره وى.
چې د ژوند سوال يې له تا کړے دے نو تا يې سوال قبول کړے دے نو د تل دپاره تا د هغۀ ژوند اوږد کړے دے.
په بوډاوالى کښې چې ما ونۀ غورزوې، هرکله چې زما زور ختم شى ما مۀ هېروه.
عاجزى او د مالِک خُدائ نه يرېدل، انسان ته مال دولت، عزت او ژوند ورکوى.
زما تعليم به ستا عمر سېوا کړى او خوشحالى به درکړى.
نو زما په وجه به ستا د ژوند ورځې ډيرې شى، او ستا د عمر سره به نور کلونه سېوا شى.
نو چې هغوئ ته به په دې دُنيا کښې يو په سل اجر ورکړے شى، کورونه، وروڼه، خوېندې، ميندې، اولاد او زمکه، او ورسره ربړېدل، او په آخرت کښې به د تل ژوندون بيا مومى.
کۀ مونږ غمژن يُو خو هر وخت خوشحاله يُو، مونږ غريبانان يُو خو ډېر خلق غنيان کوُو، مونږ سره څۀ نشته خو بيا هم راسره هر څۀ شته.
ځکه چې د جسمانى تربيت فائده شته خو د ديندارۍ تربيت حاصلول د دې نه ښۀ دى ځکه چې په اوسنى او راتلونکى ژوندون کښې به د دې دواړو فائده وى.