13 بختور دے هغه څوک چې حِکمت حاصل کړى، او هغه څوک چې پوهه حاصله کړى.
نۀ دا په سپينو زرو اخستلے شى، او نۀ دا په سرو زرو اخستلے شى.
مرجان او بلور غمى هيڅ هم نۀ دى، د حِکمت قيمت د ملغلرو نه اوچت دے.
د ايتهوپيا طوپاز د دې برابر نۀ دے، او نۀ سوچه سرۀ زر د دې قيمت پوره کولے شى.
ستا د خولې خبره زما دپاره ډېر اهميت لرى په زرګونو د سپينو او سرو زرو سيکو نه.
د حِکمت حاصلول د سرو زرو نه څو چنده ښۀ دے، او د عقل حاصلول د سپينو زرو نه څو چنده ښۀ دے.
بېخونده کس هر څۀ د خپلې خوښې په مطابق کوى، او د هرې صحيح فېصلې مخالفت کوى.
تۀ د دوئ داسې تلاش وکړه لکه د سپينو زرو چې کوې او يا يې داسې لټون وکړه لکه چې د پټې خزانې کوې.
هوښيار په دې پوهيږى چې زما ټولې خبرې ټيک دى، چا سره چې عِلم وى هغۀ ته پته وى چې دا صحيح دى.
نۀ دا د سمندر نه پورې غاړه دے. تاسو به دا نۀ وايئ چې څوک به د سمندر نه پورې وځى چې مونږ له يې راوړى، چې مونږ يې واورو او عمل پرې وکړُو؟