11 زما زويه، د مالِک خُدائ اصلاح مۀ رد کوه او کله چې هغه تا تنبيه کوى په هغې باندې مۀ خفه کېږه.
خو اوس مصيبت په تا باندې راغلے دے او تۀ وارخطا يې، چې دا تا له درنزدې شى نو تۀ پرېشانه شې.
چې خُدائ پاک څوک ټيک کړى نو هغوئ څومره خوشحاله وى، نو په دې وجه د قادر خُدائ تربيت ته سپک مۀ ګورئ.
بختور دے هغه څوک چې تۀ يې تنبيه کوې مالِکه خُدايه، بختور دے هغه چا له چې تۀ د خپل قانون نه سبق ورکوې،
کۀ تۀ په سخت وخت همت بائيلې، نو تۀ بيا ډېر کمزورے انسان يې.
خو کله چې مالِک زمونږ عدالت وکړى نو دا زمونږ د اصلاح دپاره کوى د دې دپاره چې مونږ د نورې دُنيا سره مجرمان نۀ شو.
نو ځکه چې مونږ ته د خُدائ پاک د رحم په وسيله دا خِدمت وسپارلے شو نو مونږ همت نۀ بائيلو.
ياد لرئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو د اصلاح دپاره سزا درکوى لکه چې يو پلار خپلو بچو له تربيت ورکوى.
په هغه چا غور وکړئ چا چې د ګناهګارانو خلقو دومره مخالفت وزغملو، نو چې تاسو ستړى او بېهمته نۀ شئ.
زۀ چې چا سره مينه کوم هغوئ ملامته کوم او تربيت ورکوم، نو ځکه غېرت وکړه او توبه وباسه.