زۀ اوس تاسو سره وعده کوم په دې وخت کښې چې غله لا په ګودام کښې شته، تاسو تر اوسه پورې خپل فصل نۀ دے لو کړے، او ستاسو د انګورو بوټو او د اينځرو ونو، انار او د زيتُونو ونو هيڅ مېوه لا نۀ ده کړې. خو د نن نه به زۀ تاسو له برکت درکړم.“
تاسو چې هر کار کوئ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په هغې کښې برکت واچوى او ستاسو ګودامونه به د غلې نه ډک کړى. هغه به تاسو له په هغه مُلک کښې برکت درکړى کوم چې تاسو له درکوى.