9 کۀ يو هوښيار د يو بېوقوف خلاف د مقدمې دپاره عدالت ته روان شى نو بېوقوف به غصه شى او مسخرې به کوى نو بيا به څنګه صُلح راشى؟
دا بهتره ده چې د هغې مېلوګى سره دې واسطه راشى چې بچى ترې چا پټ کړى وى په ځائ د دې چې يو بېوقوفه په خپل کم عقلتوب ټينګار کوى.
کم عقل ته د هغۀ د کم عقلتوب په مطابق جواب مۀ ورکوه، ګنې تۀ به هم د هغۀ په شان شې.
د وينو تږى انسانان د نېک انسان نه نفرت کوى او په دې کوشش کښې وى چې صادقان ووژنى.
مسخره کوونکى ښارونه راپاروى، خو هوښيار انسان غصه سړوى.
د هغوئ خبرې کم عقلتوب سره شروع کيږى او خطرناک ليونتوب سره تر سره کيږى.
پاک څيزونه سپو له مۀ ورکوئ، خپلې ملغلرې خنزيرانو ته مۀ غورزوئ. هغوئ به يې د پښو لاندې کړى او په تاسو به راوګرځى او ريچې ريچې به مو کړى.