Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 29:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 صادقان د غريبانانو د حق خيال ساتى، خو بدکاران دغه شان سوچ او فکر نۀ کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 29:7
16 Iomraidhean Croise  

زۀ د ضرورتمندو د پلار په شان وم، او د مسافرو مرسته به مې کوله.


کۀ زما وينځې يا غلام ما ته شکايت کړے وى، او ما هغوئ سره اِنصاف نۀ وى کړے،


کۀ ما د يتيمانانو خِلاف خپل لاس اوچت کړے وى، ځکه چې ما ته پته وه چې په عدالت کښې زما ملګرى شته دے،


زۀ به ستا ابدى مينه کښې خندا او خوشحالى کوم، ځکه چې تا په تکليفونو کښې وليدم، او تۀ زما د زړۀ په مشکلاتو کوې پام.


بختور دے هغه څوک چې د مسکينانو خيال ساتى، کله چې دے په تکليف کښې وى مالِک خُدائ ورله خلاصون ورکوى.


هغه به حاجتمندو له خلاصون ورکړى څوک چې هغۀ ته وژاړى، او د هغه مظلومانو به مددګار وى د چا چې څوک نۀ وى.


کۀ يو سړے د غريب ژړا فرياد ته خپل غوږونه بند کړى، نو د هغۀ خپله ژړا فرياد به څوک نۀ اورى.


ښۀ خورى او څربه کيږى او د هغوئ د بدو کارونو څۀ حد نشته دے. او نۀ هغوئ د يتيمانانو سره مدد کوى چې ورته هغه څۀ مِلاو شى کوم يې چې حق دے، او نۀ د غريبانانو مدد کوى.


په تا کښې هغوئ د خپل پلار او مور سپکاوے وکړو، په تا کښې هغوئ په مسافرو ظلم وکړو او په کونډو او يتيمانو يې زور زبردستى وکړه.


اے وروڼو او خوېندو، کۀ چرې يو کس په څۀ نافرمانۍ کښې ګېر شى نو تاسو چې د روحُ القُدس په هدايت روان يئ هغه په نرمۍ سره سمې لارې ته واپس راواړوئ. او د خپل ځان خيال ساتئ هسې نه چې تاسو هم په آزمېښت کښې پرېوځئ.


صاحِبه، د دې بې‌کاره سړى نابال خبره مۀ اوره. هغه په رښتيا هم هغه شے دے لکه چې څنګه يې نامه ده، کم عقل. صاحِبه، کله چې ستا نوکران راورسېدل نو زۀ هلته نۀ وم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan