3 کوم انسان چې د حِکمت سره مينه کوى نو هغه خپل پلار خوشحالوى، خو د کنجرو دوست خپل مال حال الوځوى.
دا د سليمان متلونه دى، يو هوښيار زوئ خپل پلار له خوشحالى ورکوى، خو کم عقل زوئ خپلې مور له غم ورکوى.
هوښيار زوئ د خپل پلار دپاره د خوشحالۍ ذريعه ده، خو بېوقوفه خپلې مور ته سپک ګورى.
څوک چې د عياشۍ سره مينه کوى نو هغه به غريب شى، څوک چې د ميو او غوړو زېړو سره مينه کوى هغه به مالداره نۀ شى.
د هوښيارانو په کور کښې ښۀ خوراکونه ډېر تير وى، خو کم عقل چې څۀ ګټى هغه څټى.
زما زويه، کۀ تۀ عقلمند يې، نو زما زړۀ به خوشحاله وى.
زما زويه، هوښيار اوسه او زما زړۀ خوشحاله کړه، نو بيا به زۀ هر هغه چا ته جواب ورکولے شم څوک چې ما ته سپک ګورى.
څوک چې د خپلې زمکې زميدارى کوى هغوئ سره به ډېر خوراک وى، د چا په سوچ کښې چې هوائى خيالونه ګرځى، نو سخته غريبى به پرې راشى.
څوک چې په شريعت عمل کوى نو هغه يو هوښيار زوئ دے، خو څوک چې د بد اخلاقو دوستى کوى د خپل پلار د شرم باعث ګرځى.
يوه کنجره تۀ د يوې روټۍ په قيمت اخستے شى، خو د بل سړى د ښځې سره زنا به ستا د ژوند په قيمت وى.
لږه موده پس هغه کشر زوئ خپل ټول جائيداد خرڅ کړو، پېسې يې پرې نغدې کړې او چرته لرې مُلک ته لاړو او هلته يې خپل مال په بدچلنۍ دوړه کړو،
خو چې اوس ستا دا زوئ راغلو چې ستا مال يې په کنجرو والوځولو نو تا هغۀ ته ښکلے سخے حلال کړو.