1 څوک چې د ډيرې رټنې باوجود بيا هم په خپل ضد قائم وى، نو هغه به ناګهانه تباه شى او هيڅ علاج به يې نۀ وى.
په جِلعاد کښې د تِشبى يو پېغمبر وو چې نوم يې الياس وو. هغۀ اخىاب بادشاه ته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ يعنې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک خِدمت کوونکے يم، او زۀ د هغۀ په نوم قسم خورم چې ترڅو زۀ ونۀ وايم نو په راتلونکو کالونو کښې به باران نۀ کيږى. او پرخه قدرې به هم ونۀ شى.“
الياس ورته وفرمائيل، ”زۀ شرير نۀ يم، بلکې تۀ او ستا د پلار خاندان شرير دے. تۀ د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى کوې او د بعل د بُتانو عبادت کوې.
بيا پېغمبر بادشاه ته وفرمائيل، ”دا د مالِک خُدائ کلام دے چې تا هغه سړى له د تښتېدو اجازت ورکړو د کوم د وژلو چې ما حُکم درکړے وو، نو د هغۀ د ژوند په بدل کښې به خپل ژوند ورکوې او ستا خلق به ځکه تباه شى چې د هغۀ خلق يې تښتېدو ته پرېښى دى.“
ميکاياه وفرمائيل، ”کۀ تۀ په خېر سره واپس راشې، نو مالِک خُدائ به زما په ذريعه کلام نۀ وى کړے.“ او ميکاياه دا هم وفرمائيل چې، ”زۀ څۀ وايم نو دا به ياد ساتئ.“
نو امصياه ورته ووئيل، ”د کله نه تۀ مونږ د بادشاه مشير مقرر کړے يې؟ خولۀ دې بنده کړه، ګنې ووبه دې وژنم.“ پېغمبر خبرې بندې کړې خو دا يې وفرمائيل، ”اوس ما ته پته ولګېده چې خُدائ پاک ستا د تباه کولو فېصله کړې ده دا ځکه چې تا دا هر څۀ وکړل او زما نصيحت ته دې پام نۀ دے کړے.“
اګر چې مالِک خُدائ منسى او د هغۀ خلقو له خبردارے ورکړو، خو هغوئ به ورته غوږ نۀ نيولو.
صدقياه د نبوکدنضر بادشاه خِلاف بغاوت وکړو، اګر چې هغۀ د خُدائ پاک په وړاندې دا لوظ کړے وو چې د نبوکدنضر وفادار به وى. هغه د خپل ضد په وجه نۀ توبه ګار کېدو او مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې څۀ پرواه نۀ ساتله.
تا هغوئ له خبردارے ورکړو چې ستا قانون ته بيا راواپس شى، خو په غرور سره هغوئ ستا قانون و نۀ منلو، اګر چې ستا د قانون منل د ژوند لاره ده. هغه د سخت زړۀ او ضديانو خلقو نافرمانى وکړه او تا ته يې غوږ نۀ نيولو.
ځکه چې هغه زورَور او د حِکمت خاوند دے او څوک هم چې د هغۀ مخالفت کوى نو نقصان به اوچتوى.
فِرعون تپوس وکړو چې څۀ شوى وُو او هغۀ ته ووئيلے شول چې د بنى اِسرائيلو يو څاروے هم مړ نۀ شو. خو د هغۀ زړۀ سخت وو او هغۀ به خلق تلو ته نۀ پرېښودل.
بختور دے هغه څوک چې هر وخت د مالِک خُدائ نه يريږى، خو څوک چې خپل زړۀ سخت کړى نو په مصيبت کښې به راګېر شى.
د چا کردار چې بېداغه وى نو هغه به بچ شى، خو د چا لارې چې غلطى وى نو ناګهانه به تباه شى.
هرکله چې حکومت د بدکارانو لاس ته ورشى، نو خلق خپل ځان پټوى، کله چې بدکاران هلاک شى نو صادقان بيا آباد شى.
نو په هم دې وجه په داسې کس باندې ناګهانى افت راځى، او ناګهانه به هغه ټوټې ټوټې شى او بيا به د جوړېدو نۀ وى.
زۀ چې کوم خبردارے درکوم نو په هغې پورې خندا مۀ کوئ. کۀ تاسو خندا وکړه نو ستاسو دپاره به خلاصېدل نور هم ګران شى. ما د مالِک خُدائ ربُ الافواج د ټول مُلک د تباه کولو فېصله اورېدلې ده.
ما ته پته وه چې تاسو به څومره ضديان يئ، ستاسو د مرۍ رګونه به د اوسپنې په شان کلک او ستاسو تندى به لکه د مټکور غوز په شان وى.
اے مالِکه خُدايه، تا يهوداه بلکل رد کړے دے څۀ؟ آيا تۀ د صيون د خلقو نه نفرت کوې څۀ؟ ولې تا مونږ دومره سخت زخمى کړى يُو چې د رغېدو ټول اُميدونه مو ختم شُو څۀ؟ مونږ د خير اُميد لرلو خو مونږ ته خير مِلاو نۀ شو، مونږ د علاج په طمع وُو خو د شفا په ځائ په مونږ يره راغله.
خو هغوئ ما ته غوږ ونۀ نيولو او نۀ يې ما ته توجو راکړه او نۀ يې زما پيروى وکړه. خو هغوئ سرکشه وُو او اصلاح کولو ته يې جواب ورنۀ کړو.
زۀ به هغۀ ته او د هغۀ اولاد او د هغۀ نوکرانو ته د هغوئ د غلطو کارونو په وجه سزا ورکړم، زۀ به په دوئ او په هغه چا باندې چې په يروشلم کښې اوسيږى او د يهوداه په ټولو خلقو به هغه افتونه راولم کوم چې ما د هغوئ خلاف اعلان کړى دى، ځکه چې هغوئ ما ته غوږ ونۀ نيولو.“
آيا ستا قرضدار به ناڅاپه راوچت نۀ شى؟ آيا هغوئ به بېدار نۀ شى او تا به ونۀ لړزوى؟ نو بيا به تۀ د هغوئ ښکار شې.
زۀ ستاسو ټولو په حقله نۀ وايم، څوک چې ما غوره کړى دى هغوئ زۀ پېژنم. خو چې د صحيفې دا خبره پوره شى چې، ”نو هغه چا چې روټۍ به يې ما سره خوړه هم هغه زما خلاف شولو.“
عيسىٰ جواب ورکړو، ”دا هغه څوک دے چې زۀ ورته د روټۍ دا ټُکړه په تالى کښې لمده کړم او ور يې کړم.“ بيا هغۀ د روټۍ ټُکړه لمده کړه او د شمعون اِسکريوتى زوئ يهوداه له يې ورکړه.
د خپلې مخبرۍ د قيمت په بدله کښې، يهوداه يو پټے واخستو او هلته سر د لاندې راپرېوتو، خېټه يې وشلېده او ټولې کولمې يې بهر راووتلې.
چې دا خِدمت او رسالت سمبال کړى کوم چې يهوداه پرېښودو او هغه هلته لاړو چرته چې هغۀ ته تلل په کار وو.“
کله چې هغوئ وائى چې، ”امن او سلامتى ده،“ نو ناګهانه به په هغوئ هلاکت راشى لکه څنګه چې په اُميدوارې ښځې د ماشوم پېدا کېدو درد راشى، نو هغه خلق به تښتېدلے نۀ شى.
کۀ يو سړے د بل چا خِلاف ګناه وکړى، نو خُدائ پاک ته د هغۀ دپاره سوال کېدے شى خو کۀ يو سړے د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړى نو د هغۀ دپاره هيڅ څوک هم د رحم سوال نۀ شى کولے.“ خو هغوئ خپل پلار ته غوږ ونۀ نيولو، ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ د وژلو فېصله وکړه.
کله چې ستا دوه زامن حُفنى او فينحاس دواړه په يوه ورځ مړۀ شى، نو دا به تاسو ته ثابِته شى چې ما چې هر څۀ وئيلى وُو نو هغه رښتيا شول.