9 خُدائ پاک د هغه چا د دُعا نه نفرت کوى څوک چې د شريعت نه مخ اړوى.
او هغه دې په عدالت کښې مجرم وګرځولے شى، او د هغۀ دُعاګانې دې ورته په ګناه حساب شى.
کۀ زما په زړۀ کښې د ګناه دپاره ځائ وو، نو مالِک خُدائ به زما سوال اورېدلے نۀ وو.
بېاِنصافه مشران تا سره ملګرتيا کولے شى، چې د قانون په نوم لا قانونيت جوړوى؟
مالِک خُدائ صادق اوږى کېدو ته نۀ پرېږدى، خو د بدکارانو ارمان رد کوى.
مالِک خُدائ د بدکارانو د قربانۍ نه نفرت کوى، خو د نېکانو دُعا هغه خوشحالوى.
کۀ يو سړے د غريب ژړا فرياد ته خپل غوږونه بند کړى، نو د هغۀ خپله ژړا فرياد به څوک نۀ اورى.
د بدکاره د قربانۍ نه مالِک خُدائ کرکه کوى، نو د هغې نه به نور څومره کرکه کوى کومه چې په بدنېتۍ سره کيږى.
خو تاسو هيڅ هم نۀ يئ او ستاسو کار هم فضول دے، څوک چې تاسو غوره کړى هغوئ د نفرت قابل دى.
تر دې کۀ هغوئ روژه هم ونيسى، نو زۀ به د هغوئ فرياد ته غوږ نۀ نيسم. او کۀ چرې هغوئ ما ته سوزېدونکې او د غلې نذرانې هم پېش کړى، نو زۀ به هغه نۀ قبلوم. بلکې هغوئ به په جنګ، قحط او وبا باندې مړۀ کړم.“
مونږ ته پته ده چې خُدائ پاک د ګناهګارو نۀ اورى، خو هغه د هغه چا اورى چې د هغۀ عبادت کوى او د هغۀ رضا پوره کوى.