Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 28:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 څوک چې خپل ځان په زيات سود سره مالداره کړى خو آخر به د هغۀ مال دولت د هغه چا شى څوک چې په غريبانانو مهربانه وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 28:8
13 Iomraidhean Croise  

ځکه چې هغۀ داسې بې‌رحمه کار کړے دے، هغه به خامخا د دې په څلور چنده تاوان ورکوى.“


په ضعيفانو او په حاجتمندانو به رحم وکړى، او حاجتمندان به د مرګ نه بچ کړى.


کۀ تاسو زما د خلقو نه يو کس له قرض ورکړئ چې هغه غريب وى، د هغۀ سره د يو قرض ورکوونکى په شان عمل مۀ کوئ او سود ترې نه مۀ غواړئ.


يو ښۀ انسان د خپل نسل دپاره ميراث پرېږدى، خو د ګناهګارو مال دولت صادقانو ته حواله کيږى.


هغه څوک چې خپل ګاونډى سپک ګڼى ګناه کوى، خو بختور دے هغه څوک چې په غريب رحم کوى.


څوک چې په غريبانانو ظلم کوى نو دا د هغوئ د خالِق بې‌عزتى کوى، خو څوک چې په ضرورتمند رحم کوى د خُدائ پاک احترام کوى.


کۀ د غريب سړى نه د هغۀ رشته‌دار ډډه کوى، نو بيا به د هغۀ دوستان د هغۀ نه څومره نور هم ډډه کوى. کۀ څۀ هم چې هغه د هغوئ سره د خبرو کولو کوشش کوى، خو هغوئ ترې نه لاړ شى.


خُدائ پاک هغه چا له حِکمت، پوهه او خوشحالى ورکوى څوک چې هغه رضا کوى. خو خُدائ پاک ګناهګارو له هدف ورکوى چې دولت راټول کړى او بيا يې ترې نه واخلى او هغه چا له يې ورکړى چې څوک هغه رضا کوى. نو دا هم بې‌معنې دى. دا داسې دى لکه چې څوک عبث منډې وهى.


هغه په سود پېسې ورکوى او ډېره زياته ګټه اخلى. آيا داسې کس به ژوندے پاتې شى څۀ؟ نه هغه به پاتې نۀ شى. ځکه چې هغۀ دا ټول حرام کارونه وکړل، په يقين سره هغه به مړ شى او د هغۀ خون به د هغۀ د خپلې غاړې وى.


هغه خپل لاس په بدو کارونو نۀ پليتوى او سود نۀ اخلى او په ګټه پېسې نۀ ورکوى، هغه زما په شريعت عمل کوى او زما د تعليماتو پيروى کوى. داسې سړے به د خپل پلار د ګناه په وجه مړ نۀ شى، يقيناً به هغه ژوندے پاتې شى.


هغه قرض د سود دپاره نۀ ورکوى او ناروا ګټه هم نۀ کوى، بدو کارونو نه ځان ساتى او د دوو کسانو په لانجه کښې د صحيح اِنصاف فېصله کوى.


د هغوئ نه هيڅ سود مۀ اخلئ، د خُدائ پاک نه يرېږئ او خپل اِسرائيلے هم هغه شان ځان سره نزدې اوسېدو ته پرېږدئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan