Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 28:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 کله چې صادقان کامياب شى، نو ټول قوم غټه خوشحالى کوى، خو کله چې د بدکارانو حکومت راشى نو هر څوک خپل ځان پټوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 28:12
21 Iomraidhean Croise  

زما نېکه، تا ته پته نشته څۀ چې کله ايزبل د مالِک خُدائ پېغمبران وژل نو ما د هغوئ سل پېغمبران په دوو غارونو کښې پنځوس پنځوس پټ کړل او د خوراک او د اوبو بندوبست مې ورله وکړو؟


الياس ويرېدو او د خپل ژوند بچ کولو دپاره وتښتېدو، هغۀ خپل نوکر ځان سره بوتلو او په يهوداه کښې بيرسبع ته لاړو او خپل نوکر يې هلته پرېښودو.


په ورپسې ورځ يعنې د اوومې مياشتې په درويشتمه ورځ، سليمان خلق کورونو ته ولېږل. هغوئ په هغه ټولو برکتونو باندې خوشحاله وُو کوم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له، داؤد او سليمان له ورکړى وُو.


کله چې صادقان برکتى شى نو ټول ښار په هغوئ خوشحالى کوى، او کله چې بدعمله هلاک شى نو د خوشحالۍ چغې راوچتې شى.


هرکله چې حکومت د بدکارانو لاس ته ورشى، نو خلق خپل ځان پټوى، کله چې بدکاران هلاک شى نو صادقان بيا آباد شى.


کله چې صادقان حکومت کوى، نو خلق خوشحالى کوى، خو هر کله چې بدکاره حکومت کوى، نو خلق فرياد کوى.


افسوس په هغه مُلک چې د هغې بادشاه يو ناتجربه‌کاره زلمے وى او مشران يې سم د سحر نه سر د خېټې نه زار کوى.


نو آفسرانو باروک ته ووئيل چې، ”تۀ او يرمياه لاړ شئ او خپل ځان پټ کړئ. او هيچا ته مۀ وايئ چې تاسو چرته يئ.“


نو بيا د دې په ځائ بادشاه يرحمئيل شهزاده او ورسره سراياه د عزرائيل زوئ او شلمياه د عبدائيل زوئ ته حکم وکړو چې باروک منشى او يرمياه نبى ګرفتار کړى. خو مالِک خُدائ هغوئ پټ کړل.


د يروشلم په کوڅو کښې ښکته پورته منډې ووهئ. اخوا ديخوا په غور سره وګورئ او په چوکونو کښې لټون وکړئ. کۀ چرې تاسو داسې يو کس هم پېدا کړئ چې هغه صداقت او اِنصاف کوى او په رښتياو پسې ګرځى، نو زۀ به دا ښار نۀ تباه کوم.


وګوره زما پلاره، د خپلې چُوغې ټُکړه وګوره چې زما په لاس کښې ده. ما تۀ وژلے شوې، خو صِرف ما دا ټُکړه پرې کړه. په کار دى چې تۀ دا ومنې چې ما ستا خِلاف د بغاوت يا تا ته د نقصان رسولو خيال هم نۀ دے کړے. او تۀ ما د وژلو دپاره نيسې، اګر چې ما درسره هيڅ بد نۀ دى کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan