9 لکه څنګه چې عطر او خوشبو د انسان زړۀ خوشحالوى، هم دغه شان ښې مشورې دوستان خوشحالوى.
کۀ تۀ خپل ژوند او خپل زوئ سليمان بچ کول غواړې نو زۀ به يوه مشوره درکړم.
تۀ د بنيادم د خوشحالولو دپاره مے پېدا کوې، او تۀ تېل د هغۀ د مخ د تازه والى دپاره پېدا کوې، او تۀ روټۍ پېدا کوې کومه چې انسان ته طاقت ورکوى.
دا د هغه قيمتى تېلو په شان چې په سر باندې لګولے شوى وى، او د هارون په ږيره بهېدلى وى، او د هغۀ د چُوغې په غاړه راروان وى.
کۀ نېک سړے ما وډبوى دا به مهربانى وى، او د هغۀ رټل به زما دپاره په سر باندې د تېلو په شان وى، او زما سر به د دې تېلو نه اِنکار نۀ کوى، خو زما دُعا به تل د بدعملو د کارونو په خلاف وى.
تۀ زما د دشمنانو په وړاندې تياروې ډېر خوراک ما له، تۀ مې سر په تېلو غوړوې نو په دې عزت راکوې ما له، تۀ د خپل برکت نه تر څنډو ډکوې پياله ما له.
انسان په مناسب جواب ورکولو خوشحاليږى، په مناسب وخت کښې ټيک خبره کول څومره ښۀ وى.
څوک چې هوښيار وى هغه تميزدار ګڼلے شى، نرمې خبرې په هدايت کولو کښې ښۀ اثر کوى.
ما په خپل کټ باندې د مُر چيړ، عُود او دارچينۍ خوشبو لګولې ده.
ستا د عطرو خوشبوئى څومره ښُکلې ده، ستا نوم لکه د هغې د خوشبو په شان ده. نو ځکه ټولې پېغلې په تا مئينې دينه
چې د لوګى د ستن په شان دے هغه څوک دېنه هغه زمونږ طرف ته راروان دېنه؟ چې فضا يې په مُر او لوبانو خوشبوداره کړې ده نه، او د سوداګرو په عطرو باندې خوشبوداره کړې ده نه؟
زما دُنيا، زما ناوې زۀ ستا په مينه کښې څومره خوشحاله يمه، د ميو نه څومره خوشحالونکى ده ستا مينه، او ستا خوشبو د هرې مصالحې نه څومره ښۀ ده.
بيا مريم ښۀ قيمتى عطر چې نيم سېر قدرې وُو او د خالص خوشبوداره مرهمو نه جوړ وو راوړل، او د عيسىٰ په پښو يې واچول او هغه يې بيا په خپلو وېښتو وچې کړې او ټول کور د دې عطرو د خوشبويۍ نه ډک شو.
د هغه ځائ وروڼو چې زمونږ د راتلو خبر واورېدو نو هغوئ مونږ سره مِلاوېدو له د اپيوس تر بازاره او د درېو سرايونو چوک پورې راغلل. کله چې پولوس هغوئ وليدل نو هغۀ د خُدائ پاک شُکر وويستو او ډاډه شو.
د زيتُونو ونې جواب ورکړو، ولې زۀ دې د زيتُونو تېل ورکول بند کړم کوم چې د معبودانو او انسانانو د درناوى دپاره استعماليږى صرف د دې دپاره چې د نورو ونو مشره شم.