6 د دوست رټنه د هغۀ د مينې اظهار دے، خو د دشمن ښکلول سراسر دوکه ده.
کۀ نېک سړے ما وډبوى دا به مهربانى وى، او د هغۀ رټل به زما دپاره په سر باندې د تېلو په شان وى، او زما سر به د دې تېلو نه اِنکار نۀ کوى، خو زما دُعا به تل د بدعملو د کارونو په خلاف وى.
هغه څوک چې خپل نفرت پټوى نو هغه دروغژن دے. څوک چې د نورو غېبت کوى هغه کم عقل دے.
زخمونه او دردونه بدکارى لرې کوى، وهل انسان دننه نه صفا کوى.
څوک چې موړ وى هغه شهد هم د پښو لاندې کوى، خو د اوږى دپاره تريخ خوراک هم خوږ وى.
څوک چې د اصلاح دپاره تنبيه کول کوى په آخر کښې به د هغه چا نه ورته زيات عزت مِلاو شى څوک چې په ژبه څټل کوى.
هغوئ خو د لږ وخت دپاره د خپلې پوهې په مطابق زمونږ تنبيه کوى، خو د خُدائ پاک تنبيه کول زمونږ د فائدې دپاره دى ترڅو چې مونږ د هغۀ په پاکوالى کښې شامل شُو.
زۀ چې چا سره مينه کوم هغوئ ملامته کوم او تربيت ورکوم، نو ځکه غېرت وکړه او توبه وباسه.