3 کاڼے دروند وى شګې درنې وى، خو د يو کم عقل تنګول د دې دواړو نه زيات درانۀ وى.
لعنت دې د دوئ په قهر وى، ځکه چې هغه قهر ډېر سخت وو، او لعنت دې د دوئ په غضب وى، ځکه چې دا غضب بېرحمه وو. زۀ به د دوئ اولاد د اِسرائيل په ټول مُلک کښې خوارۀ وارۀ کړم. زۀ به دوئ د اِسرائيلو نورو قبيلو سره ګډوډ کړم.
په حقيقت کښې نفرت کم عقل خلق وژنى، او حسد ساده خلق وژنى.
کم عقل انسان خپله غصه زر ښکاره کوى، خو هوښيار سړے بېعزتى هم نظر انداز کوى.
دا بهتره ده چې د هغې مېلوګى سره دې واسطه راشى چې بچى ترې چا پټ کړى وى په ځائ د دې چې يو بېوقوفه په خپل کم عقلتوب ټينګار کوى.
دا به ښۀ وى چې نور خلق ستا صِفت وکړى، نه چې تۀ په خپله د خپل ځان صِفت کوې، او دا به ښۀ وى چې نابلده خلق ستا ښۀ ووائى نه چې تۀ په خپله.
قهر خو ظالم دے او غضب انسان چخڼى کوى خو د حسد په وړاندې څوک ټينګېدے شى؟
نو بيا نبوکدنضر شدرک، ميشک او عبدنجو ته ډېر سخت غصه شو، او د غصې نه د هغۀ رنګ تک سور شو. او هغۀ حکم وکړو چې هغه د اور بټۍ د پخوا نه اووۀ ځله زياته ګرمه کړئ.
دا ځل، چې کله خرې فرښته وليده، نو هغه څملاسته. بلعام غصه شو او د امسا سره د خرې په وهلو يې شروع وکړه.
مونږ دې د قائِن په شان جوړ نۀ شو څوک چې د شرير نه وو او خپل ورور يې قتل کړو. او هغۀ هغه ولې قتل کړو؟ ځکه چې د هغۀ خپل عمل بد وُو او د هغۀ د ورور عمل د صداقت وُو.