Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 27:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 کۀ تۀ کم عقل په لنګرۍ کښې د تخم په شان وټکوې، خو کم عقلتوب به د هغۀ نه لاړ نۀ شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 27:22
14 Iomraidhean Croise  

خو د اِسرائيل بادشاه يربعام بيا هم د خپلو بدو عملونو نه نۀ اوړېدو او د هر قِسم خلقو اِمامان يې خوښول، چې په هغه علاقائى عبادتخانې کښې خِدمت وکړى چې کومې هغۀ جوړې کړې وې. چې چا هم اِمام جوړېدل غوښتل نو هغه به يې اِمام مقررولو.


په هغه شپه فِرعون، د هغۀ درباريان او نور ټول مِصريان راويښ شول. په ټول مِصر کښې په چغو چغو ژړا کېدله، ځکه چې يو کور هم داسې نۀ وو چې مړے په کښې نۀ وو شوے.


چې کله فِرعون خبر شو چې بنى اِسرائيل تښتېدلى دى، نو هغۀ او د هغۀ درباريانو خپلې ارادې بدلې کړې او وې وئيل، ”مونږ دا څۀ کړى دى؟ مونږ بنى اِسرائيل تښتېدلو ته پرېښودل، زمونږ غلامان زمونږ د لاس نه لاړل.“


دشمن لافې وهلې، چې زۀ به په هغوئ پسې يم او زۀ به ورورسېږم، زۀ به د هغوئ غنيمت ووېشم او خپل ځان به په دې ښۀ موړ کړم. زۀ به خپله تُوره راوباسم او زۀ به هغوئ تباه کړم.


د هوښيارانو مال دولت د دوئ تاج دے، خو د ناپوهه هار صرف کم عقلتوب دے.


نو تۀ خپل ځان ته وائې، ”هغوئ زۀ ووهلم، خو زۀ خوږ نۀ شوم، هغوئ زۀ وټکولم، خو ما ته پته ونۀ لګېدله. کله چې زۀ راويښ شم نو زۀ به د څښلو دپاره نور شراب هم پېدا کړم.“


لکه څنګه چې يو سپے خپلې اولټيانې دوباره څټى دغه شان کم عقل خپل کم عقلتوب بار بار کوى.


تاسو خپله سرکشى ولې نۀ پرېږدئ؟ تاسو غواړئ چې نوره سزا هم درته مِلاو شى؟ ستاسو سرونه په زخمونو باندې پټ دى او ستاسو زړونه بيمار دى.


ولې د ايتهوپيا يو سړے د خپلې څرمنې رنګ بدلولے شى؟ يا يو پړانګ د ځان نه خالونه لرې کولے شى څۀ؟ نه کله هم نه، هم دغه رنګ تۀ په بدو عملونو دومره عادت شوے يې چې تۀ کله هم نېک کارونه نۀ شې کولے.


اے مالِکه خُدايه ستا سترګې صداقت ليدل غواړى. کۀ څۀ هم چې تا دوئ ووهل خو دوئ ته پرې څۀ خفګان ونۀ رسېدو، تا هغوئ ته سزا ورکړه خو بيا هم دوئ اصلاح نۀ شُو. او دوئ خپل زړونه د کاڼى نه هم سخت کړل او د توبې ويستلو نه يې اِنکار وکړو.


کله چې ساؤل د دې نه خبر شو، نو هغۀ نور پېغام وړُونکى ورولېږل او هغوئ هم پېشګوئې ورکوله. هغۀ په درېم ځل پېغام وړُونکى ولېږل او بيا د هغوئ سره هم هغه شان وشول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan