2 دا به ښۀ وى چې نور خلق ستا صِفت وکړى، نه چې تۀ په خپله د خپل ځان صِفت کوې، او دا به ښۀ وى چې نابلده خلق ستا ښۀ ووائى نه چې تۀ په خپله.
او هغۀ ورته ووئيل، ”ما سره لاړ شه او په خپله وګوره چې زۀ د مالِک خُدائ څومره وفادار يم.“ او هغه يې په خپله جنګى ګاډۍ کښې بوتلو.
ډېر خلق د وفادارۍ دعوې کوى، خو وفادار يو هم نۀ پېدا کيږى.
دا ښۀ نۀ دے چې زيات شهد وخوړلے شې، او يا د ځان دپاره د حد نه زيات عزت وغواړې.
کاڼے دروند وى شګې درنې وى، خو د يو کم عقل تنګول د دې دواړو نه زيات درانۀ وى.
ځکه چې مونږ دا جرأت نۀ شُو کولے چې خپل ځانونه په هغه څو کسانو کښې شمېر کړُو يا د هغوئ سره برابر کړُو څوک چې خپله نېک نامى زياتوى، خو کله چې هغوئ په خپله په خپلو کښې د ځانونو اندازه ولګوى او په خپله په خپلو کښې مقابله وکړى نو په هيڅ نۀ پوهيږى.
ځکه څوک چې خپل تعريف په خپله کوى هغه د قبلېدو نۀ دے بلکې د چا تعريف چې مالِک په خپله کوى هم هغه د قبلېدو وړ دے.
زۀ بېوقوف شوم ځکه چې زۀ تاسو مجبور کړم خو تاسو له زما ستائينه کول په کار وو، په وجه د دې چې زۀ هيڅ هم نۀ يم، خو بيا هم د هغه تش په نامه لويو رسولانو نه په هيڅ طور کم نۀ يم.