متلونه 27:18 - Pakistani Yousafzai Pashto18 کۀ څوک د اينځر د ونې خيال ساتى نو د هغې مېوه به هم وخورى، او هر هغه څوک چې د خپل نېک خيال ساتى نو هغه به عزتمند شى. Faic an caibideil |
ما، مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په تېره زمانه کښې دا وعده وکړه چې ستاسو خاندان او قبيله به د ټولو وختونو دپاره د اِمامانو په توګه زما خِدمت کوى. خو اوس زۀ دا وايم چې نور به داسې نۀ وى بلکې د دې په ځائ، څوک چې زما عزت کوى نو زۀ به د هغوئ عزت کوم او چې څوک زما بېعزتى کوى نو زۀ به د هغوئ سپکاوے کوم.