14 کۀ چرې څوک سحر د وخته په اوچت آواز سره په خپل ګاونډى سلام واچوى، دا به هغه لکه د کنځلو په شان وګڼى.
په دې دوران کښې چې کوم آفسر د ميکاياه راوستو له تلے وو نو هغۀ ميکاياه ته ووئيل، ”ګوره، نورو ټولو پېغمبرانو د بادشاه د کاميابۍ پېشګوئې ورکړې ده، نو لاړ شه او هم هغه خبرې ورته وکړه.“
نو اخىاب تقريباً څلور سوه پېغمبران راغونډ کړل، او تپوس يې ترې نه وکړو، ”ما له په راماتجِلعاد باندې حمله کول په کار دى او کۀ نه؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”آو، حمله پرې وکړه، مالِک خُدائ به فتح درکړى.“
وائى دروغ په خپلو کښې يو بل ته ګاونډيان، په زړۀ کښې دوکه باز او په غوړو شونډو دى ګويان.
يوه جګړماره ښځه داسې وى لکه چې په باران کښې د کوټې چت راڅاڅى.