1 د سبا په حقله لافې مۀ کوئ، ځکه چې چا ته هم پته نشته چې سبا به څۀ کيږى.
اخىاب بادشاه ورته ووئيل، ”بِنحدد بادشاه ته ووايئ چې تکړه فوجى د جنګ نه مخکښې نۀ بلکې وروستو لافې وهى.“
همان وئيل، ”د دې نه علاوه، مَلِکه اِستَر زما او د بادشاه نه بغېر بل هيچا له دعوت نۀ دے ورکړے، او سبا هغې ما له بيا سره د بادشاه دعوت راکړے دے.
ځکه چې هغه زمونږ خُدائ پاک دے، او مونږ د هغۀ د سادين خلق يُو، او د هغۀ رمه يُو د چا چې هغه خيال ساتى. کۀ تاسو نن ورځ د هغۀ آواز واورئ،
هيچا ته پته نشته چې څۀ به کيږى، نو بيا څوک دا وئيلے شى چې په مستقبل کښې څۀ کېدو والا دى؟
هغوئ وائى، ”راځئ چې مے واخلو او ځانونه پرې ښۀ په سور کښې کړُو. او سبا به د نن نه هم زياته خوشحالى کوُو.“
ځکه چې هغه فرمائى، ”کله چې ستاسو د بچ کېدو وخت راغلو، نو ما په تاسو نظر وکړو او د مدد دپاره مې ستاسو فرياد واورېدو.“ وګورئ د بچ کېدو وخت اوس راغلے دے. وګورئ دا د خلاصون ورځ ده.
هغه به تا او بنى اِسرائيليان فلستيانو له په لاس کښې ورکړى. سبا به تۀ او ستا زامن ما سره شريک شئ او مالِک خُدائ به د بنى اِسرائيلو لښکر هم فلستيانو له په لاس کښې ورکړى.“