8 کم عقل ته عزت ورکول داسې وى لکه څوک چې ليندې پورې کاڼے وتړى او ګزار پرې نۀ شى کولے.
کم عقل سره عېش عشرت ښۀ نۀ ښکارى، او دا به لا څومره نامناسبه وى کۀ چرې يو غلام په شهزادګانو حکومت کوى.
لکه څنګه چې په اوړى کښې واوره يا د لو په موسم کښې باران نامناسب وى، دغه شان د کم عقل انسان عزت کول هم دومره نامناسبه وى.
د کم عقل په خولې متل داسې وى لکه څنګه چې د يو ګوډ پښه بېکاره وى.
لکه څنګه چې د ازغو بوټى د يو شرابى په لاس کښې وى دغه شان يو متل د کم عقل په خولۀ کښې وى.
هغه غلام چې بادشاه شى، هغه کم عقل چې په ګېډه موړ شى،