7 د کم عقل په خولې متل داسې وى لکه څنګه چې د يو ګوډ پښه بېکاره وى.
د دوئ خپلې ژبې به هم دوئ تباه کوى. هر هغه څوک چې دوئ ته ګورى نو په سپکه به خپل سرونه هغوئ پورې خوځوى،
کۀ هوښيارې خبرې د يو کم عقل دپاره نامناسبه وى، نو د يو بادشاه دپاره به دروغژنې شونډې څومره نامناسبه وى.
د يو کم عقل په لاس پېغام استول داسې دى لکه انسان چې په خپله ځان نه پښې پرې کړى او يا زهر وڅښى.
کم عقل ته عزت ورکول داسې وى لکه څوک چې ليندې پورې کاڼے وتړى او ګزار پرې نۀ شى کولے.
لکه څنګه چې د ازغو بوټى د يو شرابى په لاس کښې وى دغه شان يو متل د کم عقل په خولۀ کښې وى.
بيا عيسىٰ وفرمائيل، ”بېشکه چې تاسو به ما ته دا متل ضرور واوروئ چې، حکيمه. خپل ځان روغ کړه او دا به ووايئ چې، تا چې هر څۀ په کفرنحُوم کښې کړى دى مونږه هغه اورېدلى دى، هغه څۀ دلته په خپله ښاريه کښې هم وکړه.