6 د يو کم عقل په لاس پېغام استول داسې دى لکه انسان چې په خپله ځان نه پښې پرې کړى او يا زهر وڅښى.
لکه څنګه چې سرکه غاښونه برېښوى او لوګے سترګې ترخوى، نو دغه شان ناراسته د خپل مالِک دپاره دے.
يو بدعمله پېغام وړونکے په مصيبت کښې راګېريږى، خو اعتمادى پېغام وړونکے د شفا باعث جوړيږى.
يو باورى پېغام وړونکے لکه د لو په موسم کښې د واورې د يخوالى په شان دے د هغه چا دپاره څوک چې هغه استوى، او هغه د خپل مالِک زړۀ يخوى.
د کم عقل سوال ته کم عقل جواب ورکوه ځکه چې هغه خپل ځان هوښيار ونۀ ګڼى.
د کم عقل په خولې متل داسې وى لکه څنګه چې د يو ګوډ پښه بېکاره وى.
خو هغه سړو ووئيل کوم چې د کالب سره تلى وُو، ”نه. مونږ تکړه نۀ يُو چې حمله ورباندې وکړُو، هغه خلق زمونږ نه زيات طاقتور دى.“