Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 26:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 کۀ څۀ هم چې د هغۀ خبرې خوږې وى خو په هغوئ يقين مۀ کوه، ځکه چې د هغۀ زړۀ د رنګارنګ حرام کاريو نه ډک وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 26:25
11 Iomraidhean Croise  

نو سنبلط او جشم ما له يو پېغام راولېږلو، دا مشوره يې راکوله چې د اونو په مېدان کښې په يو کلى کښې زۀ د هغوئ سره مِلاو شم. خو ما ته پته ولګېده چې دا ما ته د هغوئ د نقصان رسولو يوه منصوبه وه.


وائى دروغ په خپلو کښې يو بل ته ګاونډيان، په زړۀ کښې دوکه باز او په غوړو شونډو دى ګويان.


ما لرى مۀ غورزوه د بدکارانو سره، او څوک چې بد کوى کارونه د هغوئ سره، څوک چې کوى په خولۀ خوږې خبرې ګاونډيانو سره خو په زړۀ کښې جوړوى منصوبې د فسادونو سره.


هغه داسې سړے دے چې همېشه د خرچ سوچ کوى، هغه تاسو ته وائى چې، ”راشئ ما سره وخورئ وڅښئ.“ خو هغه د زړۀ نه دا خبره نۀ کوى.


نرمې خبرې شرير زړۀ پټوى لکه څنګه چې په خاورين لوښى باندې رنګ روغن وشى.


تر دې چې ستا وروڼه، او ستا د خپل خاندان خلق ستا مخالفت کوى. هغوئ ستا خلاف شکايتونه کوى. په هغوئ باور مۀ کوه، کۀ څۀ هم چې هغوئ ستا ښۀ وائى.“


په خپل ګاونډى باور مۀ کوه، مۀ په خپل دوست اعتبار کوه. تر دې چې څوک ستا په غېږ کښې اودۀ کيږى هغې سره هم په خپلو خبرو کولو کښې خيال کوه.


او کۀ بيا تاسو ته په دغه وخت کښې څوک دا ووائى چې وګورئ مسيح دلته دے يا هلته دے، نو باور پرې مۀ کوئ.


بيا ساؤل داؤد ته ووئيل، ”دا زما مشره لور ميرب ده. دا به زۀ تا ته په دې شرط وادۀ کړم چې تۀ به د يو تکړه او وفادار فوجى په شان زما خِدمت کوې او د مالِک خُدائ جنګونه به کوې.“ د ساؤل خيال دا وو چې داؤد به پخپله لاس نۀ وژنى بلکې په فلستيانو باندې به يې ووژنى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan