Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 26:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 کينه ناک انسان په خوږو خبرو کولو خپل نفرت پټوى، خو په زړۀ کښې يې کينه ساتلې وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 26:24
17 Iomraidhean Croise  

شِکم د هغوئ د خور دينه بې‌عزتى کړې وه، نو ځکه د يعقوب زامنو شِکم او د هغۀ پلار همور ته په چل سره جواب ورکړو.


خو ابى‌سلوم ورته ووئيل، ”ښه، کم از کم زما ورور امنون خو به پرېږدې کنه چې ما سره لاړ شى.“ بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”هغه دې ولې لاړ شى؟“


خو ابى‌سلوم بيا بيا ورته وئيل چې داؤد آخر هم امنون او خپل نور ټول زامن پرېښودل چې د ابى‌سلوم سره لاړ شى. ابى‌سلوم يوه شاهى روټۍ تياره کړه.


يوآب عماسا ته ووئيل، ”زما ملګريه څنګه يې؟“ او د چل دپاره يې خپل ښے لاس د هغۀ ږيرې له وروړلو چې ښُکل يې کړى.


نو سنبلط او جشم ما له يو پېغام راولېږلو، دا مشوره يې راکوله چې د اونو په مېدان کښې په يو کلى کښې زۀ د هغوئ سره مِلاو شم. خو ما ته پته ولګېده چې دا ما ته د هغوئ د نقصان رسولو يوه منصوبه وه.


مالِکه تۀ په خپله دوئ نه پرې کړه غوړ شونډان دوئ نه هغه ژبې پرې کړه چې په لافو دى ګويان.


ما لرى مۀ غورزوه د بدکارانو سره، او څوک چې بد کوى کارونه د هغوئ سره، څوک چې کوى په خولۀ خوږې خبرې ګاونډيانو سره خو په زړۀ کښې جوړوى منصوبې د فسادونو سره.


هغوئ چې کله زما ليدو له راځى نو فضول خبرې کوى، او دروغ وائى او په زړۀ کښې شرارت راجمع کوى، او چې کله بهر ځى نو په هر ځائ کښې زما غېبت کوى.


هغه څوک چې خپل نفرت پټوى نو هغه دروغژن دے. څوک چې د نورو غېبت کوى هغه کم عقل دے.


مالِک خُدائ د تلې د غلط استعمال نه نفرت کوى، خو هغه په صحيح ناپ تول خوشحاليږى.


رښتينے ګواه په صداقت سره ګواهى کوى، خو دروغژن ګواه دروغ وائى.


څوک چې د بدو منصوبې جوړوى نو د هغوئ په زړونو کښې دوکه وى، خو خوشحالى د هغه چا دپاره ده څوک چې امن راولى.


د صادقانو منصوبې د اِنصاف وى، خو د بدعملو په نصيحت کښې هم دوکه وى.


د هوښيار حِکمت دا دے چې خپلو لارو ته سوچ وکړى، خو د کم عقل کم عقلتوب هغه بې‌لارې کوى.


هغه داسې سړے دے چې همېشه د خرچ سوچ کوى، هغه تاسو ته وائى چې، ”راشئ ما سره وخورئ وڅښئ.“ خو هغه د زړۀ نه دا خبره نۀ کوى.


تاسو هر يو په خپل دوست نظر ساتئ او په خپل ورور هم اعتبار مۀ کوئ. ځکه چې هر يو ورور ستاسو دوکه مار دے، او هر يو دوست غېبت کوونکے دے.


بيا ساؤل داؤد ته ووئيل، ”دا زما مشره لور ميرب ده. دا به زۀ تا ته په دې شرط وادۀ کړم چې تۀ به د يو تکړه او وفادار فوجى په شان زما خِدمت کوې او د مالِک خُدائ جنګونه به کوې.“ د ساؤل خيال دا وو چې داؤد به پخپله لاس نۀ وژنى بلکې په فلستيانو باندې به يې ووژنى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan