20 د پوکى نه بغېر اور مړ کيږى، او د غېبت نه بغېر جنګ ختميږى.
بدکاره انسان لانجه جوړوى، چغلخور نزدې دوستان په خپلو کښې جدا کوى.
پېغور کوونکے کس وشړه، دې سره به جنګ جګړې ختمې شى، بحث مباحثه او سپکاوے هم ورسره ختميږى.
د غېبت کوونکى خبرې لکه د خوندور خوراک په شان وى، دا بلکل د سړى دننه بدن ته کوزيږى.
د هيچا په حقله دروغ مۀ خوروئ او کله چې د چا د ژوند مقدمه وى، کۀ هغه ستاسو د ګواهۍ په وجه بچ کېدے شى نو ګواهى ورکړئ. زۀ مالِک خُدائ يم.
دغه شان ژبه هم يو ورکوټے اندام دے خو ډيرې غټې خبرې کوى څنګه چې يو ورکوټے بڅرکے يو لوئ ځنګل ته اور لګوى.
او ژبه هم اور دے، دا زمونږ په اندامونو کښې د شرارت يوه دُنيا ده، دا په ټول وجود کښې بدى پېدا کوى او زمونږ په ټول ژوندون کښې اور لګوى، او په خپله د دوزخ په اور کښې سوزيږى.