Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 26:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 لکه څنګه چې چڼچڼه اخوا ديخوا الوځى او يا چې طوطاګرکے چکرې وهى او په ځائ نۀ کښېنى، دغه شان نامناسبه ښيرا کول د چا په سر نۀ کښېنى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 26:2
10 Iomraidhean Croise  

کېدے شى چې مالِک خُدائ زما مشکل ووينى او نن ما سره د دې کنځلو په بدل کښې ښۀ وکړى.“


تا د ساؤل نه بادشاهى واخستله او اوس مالِک خُدائ ستا نه بدله اخلى ځکه چې تا د ساؤل د خاندان ډېر کسان وژلى دى. مالِک خُدائ ستا زوئ ابى‌سلوم له بادشاهى ورکړې ده، اے قاتِله، تۀ تباه يې.“


دا د هغې په وجه کله چې بنى اِسرائيل د مِصر نه بهر په لار روان وُو نو عمونيانو او موآبيانو هغوئ له اوبۀ او روټۍ نۀ وه ورکړې. او د دې په ځائ بلعام له يې پېسې ورکړې چې په بنى اِسرائيلو باندې لعنت ووائى، خو زمونږ خُدائ پاک هغه لعنت په برکت بدل کړو.


دوئ به لعنت کوى خو تۀ به برکت ورکوې، کله چې دوئ حمله وکړى نو تۀ به يې وشرموې، خو ستا خِدمتګار به خوشحاله وى.


لکه څنګه چې يوه مرغۍ د خپلې جالې نه ورکه شوې وى د هغه چا په شان وى لکه څوک د خپل کور نه په صحرا شوى وى.


د موآب ښځې د ارنون سيند په غاړه باندې د هغه مارغانو په شان دى چې د جالې نه شړلے شوى وى.


زۀ پرې څنګه لعنت وايم چې هغوئ خُدائ پاک نۀ وى لعنتى کړى، چې مالِک خُدائ په څۀ اِلزام نۀ وى لګولے نو زۀ پرې څنګه اِلزام ولګوم؟


هغۀ داؤد ته ووئيل، ”زۀ سپے يم څۀ، چې تۀ په ما پسې د امسا سره راغلې؟“ او هغۀ داؤد باندې د خپلو معبودانو لعنت وئيلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan