8 نو هغه په عدالت کښې په تېزۍ سره مۀ وړاندې کوه، نو تۀ به په آخر کښې څۀ کوې کۀ چرې ستا ګاونډى تا ملامته کړى او بيا دې وشرموى؟
ابنير يوآب راوغوښتو او ورته يې ووئيل، ”مونږ به د تل دپاره جنګ کوُو څۀ؟ تا ته پته نۀ لګى څۀ چې د دې اَنجام به ډېر خراب وى؟ مونږ ستاسو اِسرائيلى وروڼه يُو. خو هغه وخت به کله وى چې تۀ خپلو سړو له حُکم ورکړې چې په مونږ پسې نۀ راځى؟“
نو هغۀ وفرمائيل، ”دا ژوندے ماشوم دوه ټوټې کړه او هرې يوې له نيم نيم ورکړه.“
د هر کس په وړاندې يوه لار وى چې هغۀ ته ښۀ ښکارى خو په آخر کښې د دې خاتمه مرګ وى.
د خراب بحث شروع داسې وى لکه چې د اوبو په بند کښې وړومبے سورے وشى، د دې نه مخکښې چې جنګ شروع نۀ شى نو دا زر ختم کړه.
د کم عقل خبرې جنګ جوړوى، او خپل ځان وهلو ته جوړوى.
دغه شان کۀ شُملې وشاربې نو د شُملو نه کُچ جوړيږى، لکه څنګه چې پوزه زور کړى او وينه ترې نه راوځى، غصه شاربل هم لانجه جوړوى.
خپله غصه په قابو کښې ساته، ځکه چې د کم عقل دماغ د غصې کور وى.
پېغمبران د دروغو پېغامونه ورکوى، او اِمامان هم د خپلې مرضۍ حکومت کوى. او زما غوره شوے قوم هم دا سلوک خوښوى. نو تۀ ما ته دا ووايه چې هرکله دا هر څۀ ختم شى نو تاسو به څۀ کوئ؟“
کۀ د چا سره ستا مقدمه وى نو زر ورسره روغه جوړه وکړه، کله چې ورسره عدالت ته په لاره روان يې. هسې نه چې هغه دې قاضى ته پېش کړى او قاضى سپاهى ته، او تۀ قېد شې.