7 دا به ښۀ وى چې هغه تا راوغواړى چې، ”دلته راشه،“ او نۀ دا چې هغه تا د مشرانو په وړاندې بېعزته کړى او ښکته دې کښېنوى. څۀ چې تا په خپلو سترګو ليدلى وى
د انسان دپاره دا بهتره ده چې عاجز خويه وى او د مظلومانو سره ناسته پاسته کوى، د دې په ځائ چې د مغرورانو په غنيمتونو کښې شريک شى.
د بادشاه په حضور کښې د خپل ځان لوئى مۀ کوه، او مۀ د لويو خلقو په ځائ کښې وړاندې کښېنه.
زۀ تاسو ته وايم چې هم دا سړے د هغه اولنى سړى نه زيات صادق کور ته واپس لاړو، ځکه هر څوک چې ځان اوچتوى، هغه به عاجز کړے شى او څوک چې ځان عاجز کړى، هغه به اوچت کړے شى.“
اے ځوانانو، هم دغه شان تاسو هم د مشرانو تابعدار اوسئ، بلکې د يو بل د خِدمت دپاره تاسو ټول په حليمۍ ملا وتړئ ځکه چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“
د دې نه وروستو بيا ما نظر واچولو نو په آسمان کښې مې يو ور کولاو وليدو. نو چې اول کوم آواز ما واورېدو نو لکه د بيګل په شان يې ما ته خبرې کولې، ”دلته پاس راشه چې زۀ به تا ته هغه وښايم څۀ چې به د دې نه پس خامخا کيږى.“