6 د بادشاه په حضور کښې د خپل ځان لوئى مۀ کوه، او مۀ د لويو خلقو په ځائ کښې وړاندې کښېنه.
زما زړۀ کبرژن نۀ دے اے مالِکه خُدايه، زما سترګې مغروره نۀ دى او نۀ خپل ځان په غټو مسائيلو کښې راګېروم، او نۀ په هغه حېرانونکى څيزونو کوم چې زما د فکر نه بهر دى.
خو موسىٰ خُدائ پاک ته وفرمائيل، ”زۀ څوک يم چې فِرعون له ورشم او بنى اِسرائيل د مِصر نه بهر بوځم؟“
د انسان دپاره دا بهتره ده چې عاجز خويه وى او د مظلومانو سره ناسته پاسته کوى، د دې په ځائ چې د مغرورانو په غنيمتونو کښې شريک شى.
دا ښۀ نۀ دے چې زيات شهد وخوړلے شې، او يا د ځان دپاره د حد نه زيات عزت وغواړې.
نو دغه شان د بادشاه د حضور نه بدکاران لرې کړه، نو د هغۀ حکومت به د صداقت په وجه قائم وى.
دا به ښۀ وى چې هغه تا راوغواړى چې، ”دلته راشه،“ او نۀ دا چې هغه تا د مشرانو په وړاندې بېعزته کړى او ښکته دې کښېنوى. څۀ چې تا په خپلو سترګو ليدلى وى
دا به ښۀ وى چې نور خلق ستا صِفت وکړى، نه چې تۀ په خپله د خپل ځان صِفت کوې، او دا به ښۀ وى چې نابلده خلق ستا ښۀ ووائى نه چې تۀ په خپله.
کله چې تا ته بلنه درکړے شى نو لاړ شه او د ټولو نه وروستو کښېنه ځکه چې کله چې کوربه راشى نو هغه به درته ووائى، زما آشنا، وړاندې راشه. نو ستا ټول ملګرى مېلمانۀ به ستا د هغه عزت تماشه وکړى، کوم چې تا ته درکړے شو.
”کله چې تاسو څوک د وادۀ روټۍ ته وغواړى نو د عزت په ځائ مۀ کښېنئ. کېدے شى چې ستاسو نه څوک زيات عزتمند رابللے شوے وى.
سموئيل جواب ورکړو، ”اګر چې تا په خپله هم يو ځل خپل ځان وړوکے ګڼلو، خو اوس تۀ د بنى اِسرائيلو د قبيلو مشر يې. مالِک خُدائ تۀ د بنى اِسرائيلو د بادشاه په توګه مقرر کړې يې،