Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 25:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 نو دغه شان د بادشاه د حضور نه بدکاران لرې کړه، نو د هغۀ حکومت به د صداقت په وجه قائم وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 25:5
13 Iomraidhean Croise  

د هغوئ د قتل ټوله سزا به په يوآب او د هغۀ د اولاد په غاړه د تل دپاره وى. خو مالِک خُدائ به داؤد، د هغۀ اولاد، خاندان او د هغۀ بادشاهۍ له تل خېر ورکوى.“


خو هغه به ما له برکت راکړى او د داؤد بادشاهى به د همېشه دپاره په امن کښې کړى.“


بيا بادشاه بناياه له حُکم ورکړو او بناياه لاړو او سِمعى يې ووژلو. بادشاهى اوس په پوره توګه د سليمان په قابو کښې وه.


نو همان په هغه دار باندې ځوړند کړے شو کوم چې د مردکى دپاره جوړ شوے وو. او بيا د بادشاه غصه سړه شوه.


بادشاهان د غلط کارونو نه نفرت کوى، ځکه چې د هغوئ تخت د صداقت په بنياد جوړ دے.


مينه او وفادارى يو بادشاه محفوظ ساتى، د مينې په وجه د هغۀ تخت به مدام قائم وى.


کله چې يو بادشاه د عدالت دپاره په تخت کښېنى، خو هغه په خپله د ټولو بدو تول کوى.


د بادشاه په حضور کښې د خپل ځان لوئى مۀ کوه، او مۀ د لويو خلقو په ځائ کښې وړاندې کښېنه.


کۀ چرې يو بادشاه د غريبانانو سره اِنصاف کوى، د هغۀ بادشاهى به د تل دپاره قائمه وى.


بيا به د داؤد د اولاد يو کس بادشاه شى او هغه به په وفادارۍ او مينې سره په خلقو باندې حکومت کوى. هغه به په صحيح کار کولو کښې تېزى کوى او ګورى به چې د اِنصاف نه کار اخستے شوے دے.


د هغۀ شاهى طاقت به زياتيږى، د هغۀ بادشاهى به تل په امن کښې وى. هغه به د داؤد نه پس بادشاه وى، د هغۀ د بادشاهۍ بنياد به په صداقت او اِنصاف باندې قائم وى، د اوس نه واخله تر همېشه همېشه پورې به د هغۀ بادشاهى قائمه وى. د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به هم دغه شان وکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan