Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 25:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 دا د خُدائ پاک شان دے چې يوه معامله په راز کښې ساتى، خو د يوې مسئلې ښکاره کول د بادشاه عزت څرګندوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 25:2
20 Iomraidhean Croise  

داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تا ته څۀ پته ده چې ساؤل او يونتن مړۀ شوى دى؟“


هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”دا هر څۀ په تا باندې يوآب وکړل څۀ؟“ هغې ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ تا ته قسم خورم چې بله لاره نشته چې جواب درنۀ کړم. په حقيقت سره هغه ستا آفسر يوآب وو چې هغۀ ما ته ووئيل چې څۀ به کوم او څۀ به وايم.


چې تۀ دا حُکم ورکړه چې هغه تاريخ دې ولټولے شى کوم چې ستا پلار نيکۀ ليکلے وو. نو بيا به تا ته پته ولګى چې دا ښار همېشه د بغاوت نه ډک وى او د پخوانى وختونو نه دې بادشاهانو او د صُوبو حکمرانانو له تکليف ورکړے دے. د دې په خلقو باندې حکومت کول همېشه مشکل وُو. نو په دې وجه دا ښار تباه شوے وو.


ما حُکم وکړو چې تفتيش دې وکړے شى او دا خبره معلومه کړے شوې ده چې يروشلم بې‌شکه د پخوا نه د بادشاهانو خِلاف بغاوت کولو او دا د باغيانو او سرکشه خلقو نه ډک وو.


نو بادشاه سلامت، کۀ ستا خوښه وى نو د بابل شاهى تاريخ دې ولټولے شى نو دا به معلوم شى چې خورس په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور د بيا جوړولو حُکم ورکړے وو او کۀ نه، او بيا مونږ خبر کړه چې په دې معامله کښې ستا خوښه څۀ ده.“


نو داريوس بادشاه حُکم جارى کړو چې د بابل هغه شاهى تاريخ دې ولټولے شى کوم چې په خزانه کښې ساتلے شوے وو.


زۀ د ضرورتمندو د پلار په شان وم، او د مسافرو مرسته به مې کوله.


کله چې ما د زمکې بنياد کېښودو نو تۀ چرته وې؟ کۀ تا ته دومره پته وى نو ما ته ووايه.


”تۀ اوس هم د قادر خُدائ سره بحث کول غواړې څۀ؟ څوک چې د خُدائ پاک سره بحث کوى نو هغه به جواب ورکوى.“


تا وفرمائيل چې، ”هغه څوک دے چې زما په حِکمت باندې د ناپوهۍ سره شک کوى؟“ هغه زۀ يم، ما د داسې څيزونو خبره کوله چې ما ته يې هيڅ پته نۀ وه، او هغه خبرې زما دپاره ډېرې عجيبه او لوئې وې.


دا ښۀ نۀ دے چې زيات شهد وخوړلے شې، او يا د ځان دپاره د حد نه زيات عزت وغواړې.


څومره چې آسمانونه اوچت او زمکه ژوره ده، هم دغه شان د بادشاهانو زړونه نامعلوم دى.


ما پوره عقل سره تلاش شروع کړو چې زۀ به حکمت سره هغه هر څۀ وګورم او معلوم به يې کړم کوم چې په دُنيا کښې شوى دى. نو زۀ دې نتيجې ته ورسېدم چې خُدائ پاک انسان ته د مشکل مشقت ذمه وارى ورکړې ده چې مصروف يې وساتى.


مالِک خُدائ سخت په قهر شو او د خپل لوئ قهر په وجه يې د هغوئ د مُلک نه راوويستل او يو پردى مُلک ته يې وشړل او هغوئ تر نن ورځ پورې هلته دى.“


داسې څۀ خبرې شته دے چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک هغه په راز کښې ساتلى دى او څۀ يې زمونږ او زمونږ د اولاد دپاره څرګندې کړې دى د دې دپاره چې مونږ د هغۀ د قانون ټولې خبرې همېشه ومنو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan