6 د جنګ کولو دپاره د ښۀ هدايت ضرورت وى، او د ګڼو مشوره ورکوونکو سره کاميابى يقينى وى.
هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه، ځکه چې د هغۀ د پلار د مرګ نه پس د اخىاب د خاندان نور کسان د هغۀ مشيران شول او هغه يې د تباهۍ طرف ته بوتلو.
خو بغېر د رهنمايۍ نه په يو قوم باندې زوال راځى، خو ډېر مشوره ورکوونکى کاميابى يقينى کوى.
چرته چې صلاح مشوره نۀ وى نو هلته منصوبې ناکامه شى، خو د ډېرو مشوره ورکوونکو په ذريعه کاميابې حاصليږى.
د نصيحت په رڼا کښې منصوبې جوړوه، د جنګ نه وړاندې ښۀ مشوره کوه.
يا کوم بادشاه به داسې وى چې هغه به د بل بادشاه سره د جنګېدو نه وړاندې دا اندازه نۀ لګوى چې د لسو زرو کسانو سره زۀ د هغه بادشاه مقابله کولے شم څوک چې د شلو زرو کسانو سره په ما حمله کوى؟
ما ښۀ جنګ وکړو، خپله منډه مې پوره کړه، او تر آخره په خپل ايمان قائم پاتې شوم.