34 خو بيا غريبى به لکه د يو ډاکو په شان په هغۀ باندې ورټوپ کړى، او نيستى به لکه د وسله بند انسان په شان هغه راګېر کړى.
ناراسته لاسونه يو انسان غريبوى، خو محنتى لاسونه انسان مالداره کوى.
يو ناراسته کس ډېر څۀ غواړى خو څۀ ورته نۀ ملاويږى، خو د محنت کوونکى خواهش تر سره کيږى.
څوک چې په خپل کار کښې سست وى هغه لکه د هغه ورور په شان دے څوک چې تباهى راولى.
کۀ يو سړے وائى چې، ”لږ به اودۀ شم، لږې به سترګې پټې کړم، لږ به خپل لاسونه راغونډ کړم چې دمه شم،“
دا د سليمان نور متلونه دى، کوم چې د حزقياه کاتبانو د يهوداه بادشاه راجمع کړى دى.
څوک چې د خپلې زمکې زميدارى کوى هغوئ سره به ډېر خوراک وى، د چا په سوچ کښې چې هوائى خيالونه ګرځى، نو سخته غريبى به پرې راشى.
تۀ وائې، ”لږ وخت دپاره به اودۀ شم، او سترګې به پټې کړم، لږ به خپل لاسونه راغونډ کړم او آرام به وکړم.“
نو بيا به غريبى او نيستى د وسله بند ډاکو په شان په تا باندې حمله وکړى.