32 ما چې څۀ وليدل نو په خپل زړۀ کښې مې ورباندې سوچ وکړو، او چې څۀ مې وليدل د هغې نه مې سبق زده کړو.
بنى آدم څۀ څيز دے، چې تۀ يې دومره خاص ګڼې، چې تۀ هغوئ ته دومره توجو ورکوې،
د غصې په وجه ګناه مۀ کوئ، چې خپلو کټونو له لاړ شئ فکر وکړئ او خاموش شئ.
په هر ځائ کښې ازغى راختلى وُو، او زمکه ټوله په ډيله باندې ډکه وه، او د کاڼو دېوالونه يې راغورزېدلى وُو.
کۀ يو سړے وائى چې، ”لږ به اودۀ شم، لږې به سترګې پټې کړم، لږ به خپل لاسونه راغونډ کړم چې دمه شم،“
خو مريمې په دې ټولو واقعو سوچ کولو او په زړۀ کښې يې ساتلى.
بيا هغه د هغوئ سره ناصرت ته واپس لاړو او د هغوئ د تابعدارۍ لاندې يې وخت تېرولو. مور يې دا ټولې خبرې په زړۀ کښې پټې وساتلې.
په هغوئ دا خبرې زمونږ د عبرت دپاره راغلې وې او زمونږ د آخرى زمانې خلقو ته د نصيحت دپاره وليکلے شوې.
اوس دا خبرې زمونږ دپاره يو مثال شو نو چې بيا مونږ د خرابو څيزونو خواهش ونۀ کړو لکه څنګه چې هغوئ کولو.
نو د بنى اِسرائيلو ټول خلق به خبر شى چې څۀ وشول، هغوئ به ويريږى او بيا به هيڅکله هيڅ څوک هم داسې بد عمل ونۀ کړى.
نو د ښار سړى دې هغه سنګسار کړى چې مړ شى. نو تاسو به د دې بدکارۍ نه خلاص شئ. په بنى اِسرائيلو کښې به ټول خلق د دې نه خبر شى او وبه يريږى.
کاش چې هغوئ هوښيار وے او په دې باندې پوهېدلے، کاش چې هغوئ په خپل اَنجام باندې پوهه شوى وے.