31 په هر ځائ کښې ازغى راختلى وُو، او زمکه ټوله په ډيله باندې ډکه وه، او د کاڼو دېوالونه يې راغورزېدلى وُو.
هغوئ د غنو بوټو لاندې غوريږى، او د جاړو بوټو لاندې به راغونډيږى.
نو پرېږده چې د غنمو په ځائ ازغى وشى، او د اوربشو په ځائ دې ګنده واښۀ وشى.“ د ايُوب خبرې ختمې شوې.
يو ناراسته کس ډېر څۀ غواړى خو څۀ ورته نۀ ملاويږى، خو د محنت کوونکى خواهش تر سره کيږى.
د مالِک خُدائ يره د ژوندون سرچينه ده، کومه چې انسان ته سکون ورکوى او د مصيبتونو نه يې بچ ساتى.
ناراسته په صحيح موسم کښې قُلبه نۀ کوى نو د لو په وخت کښې هغۀ سره هيڅ نۀ وى.
ناراسته وائى، ”بهر زمرے دے. کۀ چرې بهر ووځم نو هغه به مې په لار کښې ووژنى.“
ځکه چې شرابيان او خيټور به غريبانان شى. او ډېر خوب به هغوئ ته شلېدلې جامې ورواغوندى.
ما چې څۀ وليدل نو په خپل زړۀ کښې مې ورباندې سوچ وکړو، او چې څۀ مې وليدل د هغې نه مې سبق زده کړو.
کۀ يو کس دومره ناراسته وى چې هغه خپل چت هم نۀ مرمت کوى، نو دا به راڅاڅى او هغه کور به راوغورزيږى.
نو زۀ به اوس تاسو ته ووايم، چې زۀ به د دې خپل باغ سره څۀ کوم. د دې نه ګېرچاپېره چې کوم باړ دے هغه به ترې نه اخوا کړم، د دې د حِفاظت دېوالونه به راوغورزوم او ځناور به ورپرېږدم چې وې خورى او د پښو لاندې يې کړى.
زۀ به د هغې زمکه شاړه کړم. نۀ به يې په بوټو کښې قينچى کيږى او نۀ به ورته ګوډ کيږى، هلته به ازغى او مرکونډۍ زرغونې شى. زۀ به وريځې هم منع کړم چې په دې باندې باران نۀ ورَوى.
مالِک خُدائ د يهوداه او يروشلم خلقو ته فرمائى، ”د خپلو زړونو په سخته زمکه کښې يوه وکړئ او په ازغو کښې تخم مۀ کَرئ.
په غنو کښې د پرېوتلى تخم مِثال د هغه چا دے څوک چې کلام واورى خو دُنيادارى او د دولت مينه په دۀ غالبه شى او کلام بېمېوې پاتې شى.
څۀ تخم په غنو کښې پرېوتو، ازغى لوئ شول او فصل يې لاندې کړو.
خو کۀ دا زمکه ازغى او جاړې زرغونوى نو دا بېفائدې ده او زر به لعنتى شى او د دې اَنجام به سوزول وى.