30 زۀ د يو ناراسته سړى په پټى تير شوم او د کم عقل د انګورو باغ مې وکتلو،
کۀ تۀ زما خبرې ته غوږ کېږدې، نو زۀ به تا ته وښايم، او چې ما څۀ ليدلى وى نو زۀ به درته د هغې بيان وکړم.
چې څومره ما ته پته ده، چې چا دا بېاِنصافى کړې ده چې چا مصيبت کَرلے دے، نو هغۀ مصيبت رېبلے دے.
ګوره، زمونږه چې د عمر په حقله کومه تجربه ده، دا حقيقت دے. دا نصيحت واوره او په دې باندې عمل وکړه.“
او صادقان دا ګورى او ورته خوشحالى کوى، او ټول بدعمله به خپلې خولې بندې کړى.
ځوان ومه، بوډا شومه، صادقان مې بېاسرى ليدلى نۀ دى، او د هغوئ بچى مې د روټۍ په سوال ليدلى نۀ دى.
د هوښيار په شونډو کښې پوهه موندلے کيږى، خو د ناپوهه دپاره چوکه وى.
څوک چې په خپله زمکه کښې محنت کوى نو هغۀ سره به ډېر خوراک وى، خو څوک چې بېکاره منصوبو پسې ګرځى کم عقل دى.
يو ناراسته کس ډېر څۀ غواړى خو څۀ ورته نۀ ملاويږى، خو د محنت کوونکى خواهش تر سره کيږى.
خو کۀ يو سړے زنا کوى نو هغه بېحده کم عقل دے، ځکه چې هغه خپل ځان تباه کوى.
کۀ يو کس دومره ناراسته وى چې هغه خپل چت هم نۀ مرمت کوى، نو دا به راڅاڅى او هغه کور به راوغورزيږى.
ما په خپل بېفائدې ژوند کښې هر څۀ ليدلى دى، يو صادق باوجود د خپل صداقت نه هم تباه شى او يو بدعمله په خپله بدعملۍ کښې اوږد عُمر تېر کړى.