19 د بدکارانو په وجه مۀ پرېشانه کېږه، او مۀ د هغوئ سره حسد کوه،
نو هغه بختور دے او بختور به وى څوک چې د بدعملو په خبرو عمل نۀ کوى، په لار د ګناهګارو چې تلل نۀ کوى، د مسخره کوونکو په ډله کښې چې نۀ کښېنى.
اے بدکارو خلقو ما نه لرې شئ چې زۀ د خپل خُدائ پاک په حُکمونو عمل وکړمه
د بدکارانو په حقله ځان مۀ پرېشانوه، او د ګناهګارانو کارونو ته نيت مۀ بدوه.
نو ما د کبرژنو سره کينه وکړه، هرکله چې ما د بدکارانو ترقى وليده.
څوک چې هوښيارانو سره ګرځى هغه هوښياريږى، خو د کم عقلو دوستانه نقصان ورکوى.
خپل زړۀ مۀ پرېږده چې د ګناهګارو سره حسد وکړى، خو د مالِک خُدائ نه هر وخت په يره کښې اوسه.
د بدکارانو سره حسد مۀ کوه او د هغوئ د دوستانې آرزو مۀ کوه
نو مالِک خُدائ به ستا دا خوشحالى وګورى او هغه به ستا نه نارضا شى او د هغۀ نه به خپل غضب اخوا کړى.
هغۀ خلقو ته وفرمائيل، ”د دې خرابو سړو د خېمو نه لرې اوسئ او چې د هغوئ يو څيز له هم لاس ورنۀ وړئ. ګنې، د هغوئ د ټولو ګناهونو په وجه به تباه شئ.“
دې دپاره مالِک فرمائى چې، ”د هغوئ نه راوځئ او د هغوئ نه جدا شئ او يو ناپاک څيز له هم لاس ورنۀ وړئ، نو زۀ به تاسو قبول کړم.
د تيارې په بېفائدې کارونو کښې حِصه مۀ اخلئ بلکې هغه رسوا کوئ.
بيا ما د آسمان نه يو بل آواز واورېدو چې وئيل يې، ”اے زما خلقو، د دې نه رابهر شئ چې د دې په ګناهونو کښې شريک نۀ شئ او چې د هغې په افتونو کښې شامل نۀ شئ.